BBC
 شاته

د امریکا استازو جرګې له ایران نه د درنو اوبو نه پېرودلو طرحه تصویب کړه

Image copyright GETTY

د دیموکراتانو تر کلک مخالفت یوه ورځ وروسته، د امریکا پا کانګرس کې جمهور غوښتونکو په یوه ګام کې چې تر ډېره سمبولیک ګڼل کېږي، یوه طرحه تصویب کړه چې له ایران نه د درنو اوبو پېرودل منع کوي.

د جمهوري غوښتونکو استازو طرحه د ۱۷۶ رایو په مقابل کې په ۲۴۹ رایو تصویب شوه. ددې طرحې هدف دا دی چې د ایران د اراک رییکټور د درنو اوبو پېرودل منع کړي. دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې ورته طرحه په سنا مجلس کې له ماتې سره مخ شوې وه.

سپینې ماڼۍ چې وړاندې یې ددې طرحې د ویتو کولو خبرداری ورکړی، استدلال کوي چې له ایران نه د درنو اوبو پېرودول اټومي وسلو ته ددې هېواد د احتمالي هڅو مخنیوي سره مرسته کوي.

امریکا په اپرېل میاشت کې له ایران نه د ۳۲ ټنه درنو اوبو اخستلو طرحه تایید کړه. هغه پېرودنه د اټومي موافقې یوه برخه وه.

امریکایي چارواکي وایی، ایران د خپلو درنو اوبو خرڅولو په برخه کې د پېرودونکي پیداکولو کې له ستونزو سره مخ دی او اندېښنه لري چې ددې مادې ذخیره د مجاز له حده ډېره شي.

د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي هوکړې له مخې، ایران باید په لومړي پړاو د خپلو درنو اوبو د ذخیرې اندازه ۱۳۰ ټنو او په دویم پړاو کې ۹۰ ټنو ته راټیټ کړي.

درنې اوبه راډیو اکټیف نه دي، خو په څېړنیزو او طبي برخو کې کارېږي او کېدای شي ترې د پلوتونیم په تولید کې کار واخستل شي چې په اټومي وسلو کې د کارولو وړ دی.

د امریکا استازې جرګې د بهرنیو اړیکو جمهوري غوښتونکي رییس د چهارشنبې ورځې تر رایې اچونې وړاندې وویل: "ولې د ایران درنو اوبو تولید تایید کړو؟"

خو دیموکرات استازي الیوټ اېنګل له ایران نه د درنو اوبو پر اخستلو د مخالفت ترڅنګ وویل چې جمهوري غوښتونکي غواړي یوه "سیاسي ننداره" جوړه کړي.

تمه کېږي چې له ایران نه پېرودل شوې درنې اوبه په څو اونیو کې امریکا ته راوړل شي چې د ټېنسي ایالت په اوک ریج ملي لابراتوار کې به ذخیره شي. دا توکی به وروسته د څېړنیزو موخو لپاره بازار ته وړاندې شي.

دا نوې طرحه یوه ورځ وروسته له هغه تصویبېږي چې د امریکا کانګرس مشرانو د جمهوري غوښتونکو له درېیو طرحو سره مخالفت وکړ.

د استازو په جرګه کې د اقلیت دیموکرات ګوند مشرې ویلي و چې ایران سره اټومي هوکړه لا هم اټومي وسلو ته ددې هېواد د لاسرسي مخنیوي ښه لاره ده.

د امریکا استازو جرګې اکثره جمهوري غوښتونکو غړو تېره اونۍ پر ایران د بوئینګ مسافر وړونکو الوتکو د پلورلو مخنیوي لپاره نوي تدابیر تصویب کړل.

Image caption درنې اوبه راډیو اکټیف نه دي، خو په څېړنیزو او طبي برخو کې کارېږي او کېدای شي په اټومي وسلو کې د کارولو وړ پلوتونیم تولید کې ترې کار واخستل شي.