BBC
 شاته

د بوکو حرام نوې ویډیو

د افریقا په نایجیریا کې بیا سخت دریځې اسلام پالې ډلې بوکو حرام پرون یوه نوې ویډیو خپره کړه. هغه نجونې پکې ښيي چې دوه کاله وړاندې دې ډلې په چېبووک سیمه کې وتښتولې.

دا ۲۷۶ نجونې خپل کلي کې له ښوونځي وتښتول شوې. ۵۰ یې په نوې ویډیو کې لیدل کېږي.

د بي بي سي په دې رپوټ کې د دې نجونو مخونه، د دوى د خونديتابه لپاره پټ شوي دي.