BBC
 شاته

په ريو کې د امريکا د سرو زرو مډال ګټونکی لوبغاړی لوټل شوی

Image copyright afp

د برازيل ريو ډي جنيرو ښار کې د روانو اولمپيک سياليو کې د سرو زرو مډال ګټوونکی امریکايي لامبو وهونکی او درې نور لوبغاړي غلو لوټلي دي.

د امريکا د اولمپيک کمېټې له خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې لامبو وهونکی راين لوکټي، جيمي فيجن، جيک کونګر او ګونر بنټز وسله والو کسانو په ريوکې لوټلي دي.

د خبرپاڼې له مخې وسله والو غلو د پوليسو يونيفارم اغوستی و او له لوبغاړو يې د پيسو او نور شيانو غوښتنه کړې وه.

په پيل کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې دغه خبرونه رد کړي وو، خو وروسته بيا د امریکا اولمپيک کمېټې د دغه پېښې پخلی وکړ.

دغه څلور لوبغاړي د فرانسوۍ لوبډلې په يوه پروګرام کې له ګډون وروسته په ټکسي کې بېرته خپل ځای ته روان وو چې په لاره کې ودرول او ولوټل شول.

د دغې پېښې په اړه لومړی هغه مهال معلومات رابرسېره شول چې د راين لوکټي مور"امريکا نن" ته وويل چې زوی ته يې په دغه پېښه کې کوم زيان نه دی رسېدلی.

په دې اړه د اولمپيک نړيوالې کمېټې وياند مارک ايډمز ويلي وو، چې دغه د شوکې يا غدۍ خبرونه رښتيا نه دي.

تر دې وړاندې هم په ريو کې د اسپانيا کښتۍ ځغاستې لوبډلې درې غړي او د اسټراليا معلول لوبغاړی لوټل شوي وو.

په ريو کې د اولمپيک سياليو پر مهال د پوځ او پوليسو شاوخوا ۸۰ زره کارکوونکي د امنيت ساتلو په موخه پر دندو ګومارل شوي دي.