شاته

نوي اسناد: داعش په اسلام ناپوه خلک استخداموي

د اسلامي حکومت ډله (داعش) اکثریت غړي د اسلامي په اړه ډیر لږ معلومات لري خو وايي د اسلام لپاره جنګیږي.

اسوشیټډ پرس د داعش د ځینو محرمو اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی چې د داعش ۷۰ فیصده جنګیالي د اسلام په اړه ډیر ابتدايي معلومات لري او بس.

په دغو اسنادو کې د اسلام په اړه د ګمارل شویو جګړه مارانو تعلیمي سویه ثبت شوې ده.

اسناد وايي چې د داعش ډلې ۲۴ فیصده جنګیالي د اسلام په اړه متوسط معلومات لري او یوازې پنځه فیصده یې داسې دي چې په اسلام کې لوړې زده کړې لري. پنځه فیصده نور داعشیان د قران حافظان دي.

راپور وايي د داعش ټوله هڅه له اسلام نه د نا خبره خلکو په جذب او جلب ورټوله ده، چې لیکې یې قوي شي، ځمکې ډېرې ونیسي او د خپلې خوښې شرعي قانون پلی کړی.

د دغې خبرې ښه بېلګه په فرانسه کې د ګاډي برید و، چې څه موده مخکې د داعش اړوند یو کس وکړ. د بریدګر محمد بحیل کورنۍ وايي هغه ډېر مذهبي سړی نه و، شراب یې څښل، د نڅا ځایونو ته به یې تګ راتګ کاوه او همدغه راز د هلکانو او سړیو شوقي هم و. ده د ګاډي په یو برید کې ۸۵ تنه ووژل.

همدغه راز د عبدالمتین په نامه یو بل بریدګر د امریکا د فلوریډا په اورلنډو ښار کې د همجنسبازانو په یو کلپ برید وکړ او لسګونه کسان یې ووژل. عبدالمتین تر برید مخکې له اسلامي دولت سره بیعت کړی و. د هغه کورنۍ هم وايي چې هغه ډېر مذهبي او تندلاری نه و.

د اسوشيټډ اژانس وایي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې ۴۰۳۰ کسان یوازې د اروپا له لارې سوريې ته تللي چې له داعش سره یو ځای شي.

ځینو پخوانیو جګړه مارانو ویلي چې داعش نویو ګمارل کېدونکو کسانو ته خپل تبلیغاتي فلمونه ښيي، په جوماتونو کې یې ورته امامان ګمارلي چې فکري روزنه یې وکړي او همدغه راز د اسلام د پوهولو په اړه یې مدرسې هم ورته جوړې کړې دي.

د د داعش د ګمارنې څانګې له نویو کسانو څخه پوښتي چې د اسلام په اړه خپل معلومات شریک کړي، هغوی ته د ۱ او ۳ ترمنځ درجه ټاکل شوې ده. خو، د داعش دغه نوې ازموینه د سوریې او ترکیې په ځینو سیمو کې، د جګړه مارانو له تند غبرګون سره مخامخ شوې او ځینو بیخي دا امتحان نه دی ورکړی.