BBC
 شاته

د هرات مرمر ډبرو کې پانګونې ته د چین لیوالتیا

مرمر د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې بېلو بڼو او رنګونو کې مرمر موندل کېږي

د چین یوه اقتصادي پلاوي اعلان کړی چې د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د مرمر ډبرو د را ایستلو په برخه کې پانګونه کوي. پلاوي دا هم ویلي چې د دغو مرمر ډبرو د صادرولو لپاره د ریل پټلۍ ته اړتیا لري چې په دې برخه کې به هم پانګونه کوي.

د چین د دولتي او خصوصي سیکتور دغه ګډ اقتصادي پلاوي چې د هرات والي محمد آصف رحیمي سره یې لیدلې وايې، د لومړنیو مطالعاتو له بشپړولو وروسته به په هرات کې د چشت شریف ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو د را ایستلو کار پیل کړي.

ناامنۍ د مومند ایجنسۍ د مرمر ډبرو کاروبار زیانمن کړی

ايټالیا هرات ته د مرمر ډبرو پرمختللي ماشينونه ورکوي

هرات د مرمرو د دریم نړیوال کنفرانس کوربه و

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د چین دغه اقتصادي پلاوی هرات کې د ریل پټلۍ په ګډون په بېلا بېلو برخو کې پانګونه کول غواړي.

د هرات د مرمر ډبرې د افغانستان په کچه غوره ګڼل کېږي او په بېلا بېلو رنګونو کې پیدا کېږي.

څېړني ښيي چې د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې شاوخوا نهه نیم میلیونه متر مکعبه مرمر ډبرې شته. یو شمېر خصوصي شرکتونه همدا اوس په هرات کې د مرمر ډبرو په را ایستلو بوخت دي او دغه ډبرې اټیالیا، هندوستان، ترکمنستان، ترکیې، تایوان او اندونیزیا ته صادريږي.