BBC
 شاته

له طلايي مډال ګټلو وروسته د واده غوښتنه

Image copyright Getty

د چین هه زي، چې د ښځینه لوبغاړو لست کې دویمه شوه، طلايي مډال یې وګاټه، خو د مډال اخیستو له سټیژه تر کوزېدا وروسته ناڅاپه د واده له غوښتنې سره مخامخ شوه، هغه هم د خپلې لوبډلې د یوه نارینه لوبغاړي له خوا.

۲۵ کلن کین کای چې د چین د ټوپوهونې د ډلې لوبغاړی و، هم په ریو اولمپیک کې ولوبېده.

نوموړي د زي مخې ته زنګون وواهه او هغې ته یې د ګوتمۍ په وړاندې کولو سره واده غوښتنه مخې ته کېښوده.

هه زي بیخي توتلۍ ښکارېده، نه پوهېده سم لاسي څه ډول پرېکړه وکړي، خو بالاخره د واوښکو په تویولو سره یې د ښاغلي کین کای غوښتنه ومنله او دواړه سره غاړه غړۍ شول.

دې وویل: "نن ګهیځ د هغې خونې ته ورغلم هغه یوڅه لوستل. ترې ومې پوښتل چې څه کوي ده ویل چې سندره زمزمه کوي".

Image copyright Getty
Image copyright Getty