BBC
 شاته

افغانستان ته ستانه شوي کډوال: مهارتونه ډېر خو دندې لږ دي

د ۲۰۱۷ میلادي یعنې سږ کال له جنورۍ میاشتې، شاوخوا ۳۰۰ زره یا درې لکه افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته بېرته ستانه شوې دي.

له پاکستانه ډېری ستانه شوي، لومړی په ننګرهار کې وي او وروسته د هېواد په نورو برخو کې خپلو سیمو ته ځي.

دا کډوال هر یو یې کسبونه او مهارتونه لري چې له راستنېدو سره یې سم دم کاروي. په ننګرهار خو ګټه له ورایه ښکاري ځکه ځینې فني ستونزې یې وايي حل کړي دي.