شاته

سرپل کې د وژنو په اړه د يوناما رپوټ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما، د سرپل ولایت په میرزاولنګ سیمه کې، د برید په اړه د خپلې پلټنې پایلې اعلان کړې دي.

یوناما وايي، په هغه برید کې د ولسي خلکو ترڅنګ هغه کسان هم وژل شوې دي چې د وژلو پرمهال په جګړه کې نه وو.

د یوناما رپوټ وايي، هغو ادعاو ته چې ګواکې، پر ښځو جنسي تېری شوی و، له قربانیانو سر پرې شوی و او خلک تش دې لپاره په نښه شوي و چې د یوه ځانګړي مذهب یا توکم دي، دوی کوم کره شواهد نه دي موندلي.