شاته

د څېړونکي پلاوي غړی: "څېړنې ښيي ښاغلی مومند وهل شوی او شکنجه شوی"

د بلخ د ولایتي شورا د یوه غړي اصف مومند د نیولو څرنګوالي معلومولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي یوه غړي ویلی د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې ښاغلی مومند د والي عطا محمد نور کور ته سالم او روغ رسول شوی خو بیا چې کله ملي امنیت ته سپارل شوی د وهلو او ټکولو نښې پرې لیدل شوې دي.

د دغه پلاوي غړي او د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د کورني تفتیش مشر عبدالحبیب جبارخېل بي بي سي ته وویل، د دوی څېړنې "ښيي چې ښاغلی مومند وهل شوی او شکنجه شوی دی ".

د بلخ د ولایتی شورا غړی اصف مومند تېره اوونۍ مزرا شریف ته له تګ وروسته نیول شوی و او همدارنګه ادعا کوي چې د بلخ والي او زامنو یې په خپل کور کې وهلی ټکولی دی.

ښاغلي جبارخیل زمونږ همکار عصمت بهیر سره مرکه کې وویل، پلاوی دا مهال د راپور په چمتو کولو بوخت دی.