BBC
 شاته

د څېړونکي پلاوي غړی: "اصف مومند د عطاءمحمد نور په امر نیول شوی و"

مومند او نور د انځور حقوق FB
Image caption پلاوي ته ښاغلي نور ویلي چې اصف مومند پر فېسبوک او رسنیو پر ده "اتهامات درلودل"او ده هم پر ښاغلي مومند تورونه درلودل چې د نیولو لامل یې شو.

د بلخ د ولایتي شورا د یوه غړي اصف مومند د نیولو څرنګوالي معلومولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي یوه غړي ویلی د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې ښاغلی مومند د والي عطا محمد نور کور ته سالم او روغ رسول شوی خو بیا چې کله ملي امنیت ته سپارل شوی د وهلو او ټکولو نښې پرې لیدل شوې دي.

د دغه پلاوي غړي او د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د کورني تفتیش مشر عبدالحبیب جبارخېل بي بي سي ته وویل، د دوی څېړنې "ښيي چې ښاغلی مومند وهل شوی او شکنجه شوی دی".

ښاغلي جبارخېل تایید کړې ده چې ښاغلی مومند د بلخ د والي عطا محمد نور په امر نیول شوی و.

پلاوي ته ښاغلي نور ویلي چې اصف مومند پر فېسبوک او رسنیو پر ده "اتهامات درلودل"او ده هم پر ښاغلي مومند تورونه درلودل چې د نیولو لامل یې شو.

د بلخ د ولایتی شورا غړی اصف مومند تېره اوونۍ مزرا شریف ته له تګ وروسته نیول شوی و او همدارنګه ادعا کوي چې د بلخ والي او زامنو یې په خپل کور کې وهلی ټکولی دی.

د بلخ د ولایت ویاند منیر فرهاد تېر کې دا ادعا رد کړې خو د پلټونکي پلاوي دې غړي څرګندونو ته يې په سم لاسي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

ښاغلي جبارخیل زمونږ همکار عصمت بهیر سره مرکه کې وویل، پلاوی دا مهال د راپور په چمتو کولو بوخت دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلي جبارخېل تایید کړې ده چې ښاغلی مومند د بلخ د والي عطا محمد نور په امر نیول شوی و.

ښاغلی جبارخېل وايي، د پېښې په تړاو یې د هوايي ډګر له امنیتي کمرو یو شمېر مستند انځورونه را ټول کړي دي خو د "شکنجې له ادعاګانو سره"مرسته نه شي کولی.

په کونړ او هلمند ولایتونو کې د ولایتي شورا غړو له اصف مومند سره د بلخ د والي له خوا ادعا شوی تاوتریخوالی غندلی او له حکومته یې غوښتي چې موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.

پلاوی چې لا اوس د رپوټ په چمتو کولو بوخت دی وايي له بشپړېدو وروسته به یې ولسمشر غني ته وړاندې کړي چې د قضیې په اړه وړاندیز به هم ورسره مل وي.