BBC
 شاته

"ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه پرېکړه کړې"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ماتېس زیاته کړې:"ولسمشر یوه پرېکړه کړې، او هغه ډول چې ده پخپله وویل، غواړی چې دی یې خپله د امریکا خلکو ته واوروي."

د امریکا د متحده د دفاع وزیر جېم ماټېس خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر وروسته له هراړخیزو ارزونو د افغانستان لپاره پر ستراتیژۍ سلا شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د ښاغلي ماتېس اعلان نن یکشنبه د زمري ۲۹ (د اګست ۲۰) وروسته له هغه خپروي چې تر هغه یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپلو لوړپوړو جنرالانو سره کمپ ډېوېډ کې په ناسته کې د افغانستان په تړاو پر راتلونکې تګلارې غږېدلی.

ولسمشر ټرمپ د شنبې پر ورځ پر ټوېټر ولیکل چې په کتنه کې یې د نورو پرېکړو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم پرېکړه وکړه.

ښاغلي ماټېس د افغانستان په اړه د پرېکړې جزییات نه دي ورکړي او نه یې دي ویلي چې سپینه ماڼۍ به رسمي اعلان کله وکړي.

ویل کېږي ولسمشرټرمپ سره پر ټولو غوراويو خبرې شوي، له افغانستانه له بشپړ وتلو نیولې بیا تر د سرتېرو د شمېر تر ډېرولو پورې.

د دفاع وزیر ماټېس د اردن پر لور روانې پوځي الوتکه کې خبریالانو ته ویلي:"زه د ستراتیژیک بهیر د ښه څېړلو له پلوه ډاډه یم او داسې نه و چې وار له مخې یې پرېکړه شوې وي".

ښاغلي ماتېس زیاته کړې:"ولسمشر یوه پرېکړه کړې، او هغه ډول چې ده پخپله وویل، غواړی چې دی یې خپله د امریکا خلکو ته واوروي."

ماټېس د انځور حقوق Getty Images
Image caption تراوسه مطرح شویو غوراویو کې یو هم نه دی رد شوی، چې د ښاغلي ماتېس په وینا د خصوصي امنيتي شرکتونو ته د جګړې واګو سپارل هم د غوراويو برخه ده.

یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودولو په شرط رویټرز ته ویلي، د ښاغلي ټرمپ د ملي امنیت لوړپوړي سلاکاران د دې پلوي دي چې له ۳٫۰۰۰ تر ۵٫۰۰۰ اضافي سرتېري افغانستان ته واستوي او له افغان ځواکونو سره یې د جګړې کرښو کې وګماري.

بل لورته د جمعې تر غونډې وړاندې هم دوو امریکايي چارواکو پولیتیکو پاڼې ته ویلي چې په غونډې کې به هڅه وکړي ولسمشرټرمپ قانع کړي چې په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا لا پراخه کړي.

د ولسمشرټرمپ ادارې تراوسه یو غوراوی هم نه دی تایید کړی. د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سېنډرز ویلي، ولسمشر پر ټولو لارو چارو غور کوي او په مناسب وخت کې به د افغانستان په اړه پرېکړه اعلان کړي.

ایا شخصي امنیتي کمپنۍ به یو غوراوی وي؟

خصوصي امنيتي کمپنيو ته د جگړې سپارلو وړانديز څه موده وړاندې د "بلک واټر" شرکت بنسټ اېښوونکي "ارېک پرېنس" له لوري وشو.

له دې سره په افغانستان کې دننه او بهر دا فکر او ځینو ته اندېښنه پیدا شوه چې دغه ۱۶ کلنه جګړه به له شخصي کېدو سره پر کومه خوا ولاړه شي؟

په افغان حکومت کې يوې لوړپوړې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط بي بي سي ته وويل افغان مشرتابه له نظره خصوصي کمپنيو ته د جگړې سپارل د امریکا د قوانينو له مخې ناسم دي.

سرچينه وايي "دغه راز يوه کړنه د امريکا او افغانستان ترمنځ شوي دوه اړخيز امنيتي تړون سره هم ډډه نه لگوي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا وړاندیز د بلېک واټر شخصي پوځي شرکت پخواني مشر اېرېک پرنس یوه لوړپوړي افغان چارواکي ته سږ کال د مارچ په میاشت کې سپارلی دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي د افغانستان د دفاع او امنیت خصوصي کولو معنا به دا وي، چې جګړه اوږده شي، قانون تر پښو لاندې او خپلسرۍ زیاتې شي.

د افغانستان د چارو څارونکي وايي، په وروستیو کې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی او د "اسلامي دولت" نومې ډلې فعالیتونه د افغانستان په تړاو د امریکا پر پرېکړې اغېز لري.

تراوسه مطرح شویو غوراویو کې یو هم نه دی رد شوی، چې د ښاغلي ماتېس په وینا د خصوصي امنيتي شرکتونو ته د جګړې واګو سپارل هم د غوراويو برخه ده.