BBC
 شاته

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې فساد ضد مبارزه ګړندۍ شوې

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر لوی څارنوال نیوکه دا ده چې زورواکان د قانون منګولو ته نه شي سپارلی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکي چې د فساد پر ضد د افغان دولت مبارزه ګړندۍ شوې ده او په دې وروستیو کې یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې پخوا د ورځپاڼې په وینا چا لاس نه شو ور وړلی، محاکمه شوي او سزا ور کړل شوې ده.

ورځپاڼه په دې کسانو کې په هلمند کې د افغان پوځ یو پخوانی قومندان او پېژندل شوی سوداګر یادوي.

ورځپاڼه زیاتوي، په لوی څارنوال نیوکې هم کېږي او تر ټولو لویه نیوکه پرې دا ده چې زورواکان د قانون منګولو ته نه شي سپارلی.

ورځپاڼه د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم بېلګه یادوي او زیاتوي چې کله جنرال دوستم لویې څارنوالۍ ته ور وغوښتل شو، ترکیې ته وتښتېد او تر دې دمه هلته دی.

ورځپاڼه زیاتوي، چې د فساد پر ضد عدلي او قضايي مرکز کې تر اوسه ۱۰۹۷ قضيې څېړل شوي، ۴۶۸ کسان زندان ته لېږل شوي او کابو ۱۴ میلیونه ډالر بېرته د افغان دولت بودیجې ته ګرځول شوي دي.

پاکستان ایکسپریس ټریبیون:

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې دغه هېواد ته د امریکا د مرکزي قومندانۍ د درستیزوال د سفر په اړه مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې تېره ورځ یې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وليدل.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې دوستانه وې.

خو په اسلام اباد کې د امریکا له سفارته خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې (جنرال ووټل) د پاکستان لپاره روښانه پیغامونه لرل.

د خبرپاڼې له مخې پاکستان ته د امریکا پیغام دا و چې د دغه هېواد خاوره باید وګاونډیو هېوادونو پر ضد او د ترهګرو د پټنځیو لپاره ونه کارول شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان پر دولت فشارونه ډېرېږي او دغه هېواد ته د جنرال ووټل سفر هم د دغو فشارونو واردولو د لړۍ برخه ده.

ایران ډیلي

ایران ډیلي ورځپاڼې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف څرګندونې راخیستي دي. ظریف د اسپانیا د بریدونو په تړاو د ډونلډ ټرمپ پر څرګندونو نیوکې کړې دي.

ډونلډ ټرمپ تر بریدونو څو ساعته وروسته پر ټوېټر د بریدونو غندنه وکړه او د اسلامي سختدریځۍ نوم یې ور کړ.

جواد ظریف یې په ځواب کې ویلي، که یو مسلمان ترهګري کوي له عقیدي سره هیڅ تړاو نه لري.

جواد ظریف ښاغلي ټرمپ ته پېغور ور کړی چې په امریکا کې له څو ورځو راهیسې تاوتریخوالی روان دی. سپین پوستپالي د کډوالو او نورو لږکیو پر وړاندې شعارونه ور کوي، خو ټرمپ هیڅکله د هغوی غندنه نه کوي، مګر کله چې د مسلمانانو خبره رامنځته شي، نو بیا یې صبر نه کېږي.