BBC
 شاته

اسپانیا کې د اردوغان مخالف جرمنی لیکوال نیول شوی

دوغان اخانلي د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښکاره نه ده چې د هغه د نیولو امر کومو بنسټونو ورکړی و.

اسپانیايي چارواکو د دوغان اخانلي په نوم یو ترکی الاصله جرمنی لیکوال نیولی، چې د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان په مخالفت مشهور و.

نوموړي په ترکیه کې د بشري حقونو په اړه ډېرې لیکنې کړې دي. دی د ترکي چاراوکو په غوښتنه د اسپانیا غرناطه ښار کې نیول شوی.

د جرمني پارلمان د زرغون ګوند یوه وکیل فولکر بیک ویلي، دا ګام د سیاسي انګیزې له کبله اخیستل شوی او ترکیې ته یې د ښاغلي اخانلي د نه سپارلو غوښتنه کړې ده.

ښکاره نه ده چې د هغه د نیولو امر کومو بنسټونو ورکړی و.

بیک زیاتوي، ښکاري چې د ولسمشر اردوغان "په ګرده نړۍ کې د خپلو مخالفانو وېرولو او ځپلو لپاره د ده په واکمنۍ کې خپل صلاحیتونه غځول غواړي."

اردوغان: کودتاچیان دې د ګوانتنامو جامو کې محاکمه شي

ټرمپ ټولپوښتنه کې اردوغان ته د بریا مبارکي ویلې

د تېر کال په جولای میاشت کې د ترکیې له ناکامې کوتا راپدېخوا ترکیه کې لسګونه زره کسان نیول شوي، چې چارواکي، اکاډیمکې څېرې او خبریالان هم پکې دي او حکومت مخالفې رسنۍ تړل شوې دي.

۶۰ کلن اخانلي په ۲۰۰۷ کال د ارمنستان الاصله ترکي خبریال هرانت دینک د وژل کېدو په اړه مطلب لیکلی او په ۱۹۱۵ کال یې د ترکي عثمانیانو په لاس د ارمنیانو په حق کې د قتل اعمالو ته اشاره کړې.

دا پېښې د جرمني پارلمان له خوا تېر کال د "ډله ییزې وژنې" په نوم یادې شوې.

د هغه وکیل الیار اویار جرمنۍ "دیر شپیګل" مجلې ته وویل "معقوله نه ده چې ترکیه دې اوس له خپل قلمرو بهر په اسانۍ سره خپل ټول مخالفان وځپي."

په تېره فبرورۍ میاشت کې یو ترکی الاصله خبریال دینیز ویسیل ونیول شو، نوموړي د یوې جرمنۍ مجلې لپاره کار کاوه. هغه د ترهګرۍ خپرولو په تور نیول شوی و.

لاهم نوموړی ترکیه کې بندي دی.

د تېرې جمعې په ورځ د جرمني او ترکیې ترمنځ اړیکي یوځل بیا د ترینګلتیا لوري ته ولاړل، جرمني اردوغان د جرمني په چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.

که څه هم ډېر کله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي لا پسې ترینګلي کېږي، خو ترمنځ یې لاهم لویه سوداګریزه راکړه ورکړه موجوده ده او دواړه د شمالي اتلانتیک (ناټو) سازمان کې مهم غړي دي.