BBC
 شاته

د ټرمپ نوې ستراتېژۍ پایلې به ټوله سیمه کې محسوسې شي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ افغانستان ته د ځواکونو د استولو په اړه زړه نا زړه دی

نن د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ ۷ میاشتې پوره شوې. یو هغه میراث چې نوموړي ته له پخوانیو ولسمشرانو ورپاتې دی، په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه ده.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي نه اعلان کړې، خو چارواکي وايي، د ټرمپ نوې پالیسي به نه یوازې په کابل او واشنګټن بلکې ټوله سیمه کې محسوسې شي.

د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ولسمشر ټرمپ ټینګار کاوه چې که واک ته ورسېږي، د افغانستان د جګړې په اړه به پرېکنده ګام پورته کوي. خو اووه میاشتې وروسته، پر ده یوه جدي نیوکه دا ده چې د افغانستان په اړه یې خپله تګلاره او ستراتيژي هم نه ده اعلان کړی.

د دې ځنډ لامل څه دی؟

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو شنونکی هاشم وحدتیار یې په اړه وايي:" لومړی دا چې دوی په څو برخو وېشل شوي او په اسانۍ هوکړې ته نه شي رسېدای او دویمه دا ده، لکه څنګه چې ټرمپ فکر کاوه د افغانستان مسله تر هغه ډېر پېچلې ده."

په امریکا کې د مېشت خبریال او د چارو شنونکي جهانګیر خټک د افغانستان پر موضوع د ولسمشر ټرمپ په اداره کې خپلمنځي اختلافونو په اړه بي بي سي ته وویل: " یو لور ته جنرال مک‌مسټر، دفاع وزیر مېټس او نور، غواړي امریکا افغانستان ته نور ځواکونه واستوي، خو بل لورته ټرمپ افغانستان د نورو ځواکونو د لېږلو په برخه کې زړه نا زړه دی. "

د افغانستان په اړه د امریکا راتلونکې تګلاره او جنګي ستراتیژي که هر څه وي، د ډېرو په باور، بې له پاکستانه نه کېږي. خو په دې وروستیو کې د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې هم بې خونده شوي. پوښتنه دا ده چې د افغانستان په قضیه کې، له پاکستان سره باید څه ډول چلند وشي؟

د ښاغلي جهانګیر خټک په خبره پر پاکستان فشارونه زیاتېدونکي دي:

" د دغه هېواد په اړه یو فکر دا دی چې پر پاکستان هر څه نه شي بندولی، که دا بند شي بیا هم کیسه نه جوړېږي او بل لور ته فکر دا دی چې د پاکستان او امریکا تر منځ بې اعتباري ډېره شوې، دغه هېواد باید تر فشار لاندې راوستل شي."

د ولسمشر ټرمپ د ادارې چارواکي وایي، نوموړی د افغانستان په اړه پر بېلابیلو لارو چارو غور کوي. یو غوراوی دا دی چې امریکا خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي او په پشپړه توګه له دې جګړې لاس پر سر شي، خو په عمل کې به دا څومره شونې وي؟

د چارو شنونکي هاشم وحدتیار یې په اړه بي بي سي ته وویل:

"زه فکر نه کوم چې امریکا دې داسې یو کار وکړي. دا یوه استخباراتي مسله ده او هیڅکله به استخباراتي ادارې ټرمپ ته له افغانستانه د وتلو مشوره ور نه کړي."

د انځور حقوق Getty Images

او هغه وړاندیز چې په افغانستان کې د ننه او بهر یې تر ټولو ډېر غبرګونونه را پارولي، خصوصي شرکتونو یا قراردادیانو ته د جګړې ور سپارل دي. له جهانګیر خټکه مې وپوښتل چې ایا په رښتیا هم د دې کار شونتیا شته؟ :

"دا جګړه په ټېکه ور کول دي او دا به ډېر ناسمه پرېکړه وي. له دې سره به افغانستان کې امنیت رانه شي، خو ناامني به زیاته کړي."

اوس د ټولو سترګې سپینې ماڼۍ ته دي. یوې ویاندې یې د جمعې پر ورځ خبریالانو ته وویل، ولسمشر ټرمپ به د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي په یوه مناسب وخت اعلانوي. ستراتیژي که هر څه وي، اعلان یې که هر وخت کېږي، اغیز او پایلې به یې نه یوازې په کابل او واشنګټن، بلکې په ټوله سیمه کې محسوسېږي.