د امریکا په بوسټون کې د سپین پوستپالو په مخالفت پراخ لاریون شوی
د امریکا په بوسټون ښار کې زرګونه کسان د سپین پوستپالو د وروستیو لاریونونو د غندنې لپاره سړکونو ته راوتلي دي.
په امریکا کې د سپین پوستپالو ډلو پر وړاندې د عامو خلکو حساسیت هغه مهال زیات شو چې تېره شنبه یې د ویرجینیا په شارتلوتزوېل ښار کې لاریون په تاوتریخوالي واوښت او مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.
د ویلو ده چې په بوسټون ښار کې سپین پوستپالي او مخالفان یې هممهاله سړکونو ته راوتلي دي.
د بوسټون هرالډ نومې خپرونې په دغه ښار کې د سپين پوستپالو ډلو پر ضد سړکونو ته د راوتلیو کسانو شمېر ۳۰ زره ښودلی دی، په داسې حال کې چې د سپین پوستپالو د لاریون کوونکو شمېر ۲۰ تنه ښودل شوی دی.
په بوسټون کې د بي بي سي خبریال علیم مقبول وايي، د سپین پوستپالو لاریون ډله په بشپړ ډول د هغوی د مخالفو لاریون کوونکو له خوا کلابنده شوې ده. خو د پولیسو له خوا واردمخه نیول شویو تدابیرو مرسته کړې چې د دواړو ډلو ترمنځ یو څه واټن موجود وي.
د بوسټون ښار پولیسو د لاریون تر پای وروسته خبریالانو ته ویلي، د لاریون پر مهال یې ۲۷ کسان نیولي دي. خو په ټوله کې لاریونونه سوله ییز او د بیان ازادۍ ته په درناوي تر سره شول: " زرګونو کسانو چې په لاریون کې یي برخه اخیستې وه، ۹۹ سلنو یې ډېر په ارامۍ خپل اعتراض تر سره او هیڅ جدي زیان نه دی رامنځ ته شوی. "
د امریکا ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه د سپین پوستپالو له مخالفو لاریون کوونکو مننه کړې او ویلي دي: "له مودو امریکایان په دوه ډلو وېشل شوي دي، ډېر ژر به یو موټی شي."
د نژادپالنې مخالفو لاریونوالو شعارونه ور کول چې: " نازیزم، سترو کوکلاکسانوKKK)) او فاشیستانو ته په امریکا کې ځای نه شته. "