شاته

افغان حکومت هم د عمر نري وژل کیدل تائید کړل

د افغانستان د دفاع وزارت وایي د دغه هیوادپه هرځای کې چې هرڅوک په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وي دوی به یې په نښه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ سره په خبرو کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د عمر نري وژل تائید کړل او ویې ویل چې دوی ترهګر په هرځای کې په نښه کوي.

جنرال وزیري وویل " په همدې نامه یو تن وژل شوی هرڅوک چې په ترهګریزو فعالیتونو کې بوخت وي ، مونږ یې په نښه کوو".

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه تیره ورځ د خپل ټویټر په پاڼه لیکي چې د عمر نري د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وژل کیدو خبر په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف ته ورکړی دی.

خلیفه منصور چې د عمر نري او خالد خراساني په نوم هم یادیده په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې د ماشومانو پرښوونځي یو ښوونځي او هم د روان عیسوي کال په لومړۍ میاشت کې د خبیر بښتونخوا ایالت په چهار صده کې پاچا خان په پوهنتون د یرید مسولیت په غاړه اخیستی وو.

په پیښور کې په ښوونځي په برید کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي او ښوونکي وژل شوي وو او د پاچا خان په پوهنتون په برید کې ۲۲ تنه چ زیات شمیر یې ددغه پوهنتون محصلین وو، وژل شوي وو.

د امریکا دفاع وزارت "پنټاګون" هم پرون د عمر نري وژل تایید کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې په دغه برید کې چې د ننګرهار په ولایت کې د جولای په نهمه ترسره شوی خلیفه منصور سره د هغه څلور نور وسله وال ملګري هم وژل شوی دي.

پخپله پاکستاني طالبانو ډلې لا تراوسه په دې هکله په رسمي توګه د عمر نري وژل نه دي تائید کړي.