BBC
 شاته

د افغانستان کې د خپلواکۍ ۹۸ کليزه

افغانستان کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې نن زرګونه خلک د خپلواکۍ ۹۸ کليزې لمانځلو په موخه سړکونو ته وتللي وو.

ملي اټنونه یې کول او پر ګاډو یې بېرغونه او د پخواني پاچا امان الله خان انځورونه لګولي وو.

د لمانځنې رسمي مراسم کابل کې په کلکو امنيتي تدبيرونو کې کابل کې ترسره شول، چې د حکومت جګپوړو چارواکو او څېرو په کې ګډون درلود.

ولسمشر اشرف غني د خپلواکۍ پر څلي د ګلانو ګېډۍ کېښوده، خو د دود پر خلاف په خپله ولسمشر او يا نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو ويناوې ونه کړې.