BBC
 شاته

موسى اوكبير څوک و؟

د بارسلونان برید کې لوی مشکوک موسی اوکبیر د انځور حقوق SPANISH POLICE
Image caption د بارسلونان برید کې لوی مشکوک موسی اوکبیر

بارسلونا کې د پنجشنبې له برید وروسته د تور ګوتې نېغ په نېغه ادریس اوکبیر ته نیول کېږي، نوموړی د مراکش دی، چې عمر یې تر شلو کلونو پورته ښودل شوی.

باور دی چې نوموړي د کارېدلو توکو لېږدوونکی موټر د برید لپاره کرایه کړی دی.

خو وروسته په ډاګه شوه چې د هغه کوچنی ورور موسی اوکبیر، چې ۱۷ کلن اټکل شوی، د موټر کرایه کولو لپاره د خپل ورور د هویت اسناد کارولي. برید کې ۱۳ کسان ووژل شول او تر سلو ډېر یې ټپیان کړل.

ویل کېږي، یو بل موټر چې په برید کې کارول کېدو ته چمتو شوی و، تښتول شوی او ورک دی.

رپوټونه وايي، ادریس پولیسو ته ویلي، د هویت اسناد یې غلا شوي، خو په برید کې هېڅ ډول لاس لرل نه مني.

پولیسو د موسی د نیولو پراخ عملیات پیل کړي وو، چې ویل کېدل په برید کې د موتر چلوونکی همدی و.

د بارسلونا اصلي بریدګر موسی اوکبیر ووژل شو

اسپانیا کې د ۱۳ کسانو له وژنې وروسته بل ورته برید شنډ شو

د اسپانیا پولیس وايي، هغه کس یې وژلی چې وړمه ورځ یې د بارسلونا په مرکز کې پر خلکو خېژول شوی موټر اجاره کړی و.

موسی، چې پر فیسبوک یې خپل نوم "موسی دي لا ویګا" ښودلی، په تېر کې د سخت سخت دریځ افکار خپاره کړي دي.

دوه کاله وړاندې، موسی د کیوي په نوم پر خواله رسنۍ یو ګروپ چلاوه، چې پوښتنې پکې ځوابېدې.

"ټول کافران ووژنه"

یوه چا پوښتلی و، که یوڅوک تر یوه کال ډېر دروغ ووايي، څه ورسره وکړي؟ دده ځواب دا و چې: "د شپې یې په تومانچه ووژنه"، خو وروسته یې وویل چې ټوکه کوي او د خندا نښه "ایموجي" یې ورسره ولیکله.

د انځور حقوق SPANISH NATIONAL POLICE/ HANDOUT
Image caption پولیسو ته تسلیم شوي ادریس اوکبیر ویلي، د موټر کرایه کولو لپاره یې د هویت اسناد غلا شوي

یوې بلې پوښتنې ته - که د ټولې نړۍ پاچا شې، په لومړۍ ورځ به څه کوې؟ ځواب کې یې موسی وویل: "ټول کافران ووژنه او یوازې پر دین ولاړ مسلمانان پرېږده."

خو له دغو افکارو سره سره، موسی اوکبیر شاید په تېرو دوو کلونو کې د سخت دریځو افکارو اغېزمن شوی وي.

خو یوې ښځې، چې ده ته نژدې وه، د اسپانیا یوې ورځپاڼې ته ویلي: "ډېره د حیرانتیا خبره ده، ځکه چې هغه [موسی] یو ډېر عادي او زړه سواندی انسان و".

ښکاري چې موسی په اسپانیا کې لوی شوی، ده پر فیسبوک لیکلي وو - چې وروسته یې بیا ړنګ کړل - په ریپول ښار کې اوسېږي، چې همالته د ده ورور او یو بل کس ونیول شول.

د ریپول ښاروال خوردي مونال د اسپانیا رادیو ته ویلي، ادریس اوکبیر له ۱۹۸۹ کال راهیسې په دې ښار کې اوسېده.

دی وايي: "د ریپول له ټول ټال ۱۱ زره وګړو یوازې ۹ سلنه اوسېدونکي، یې کډوالدي، خو د ژوند په چارو کې دول ستونزه نه لرله، کابو ټولو یو او بل پېژندل."

ریپول ښار د بارسلونا شمال ته کابو ۱۰۰ کیلومتره لرې پروت دی.

که څه هم د تورنو د موندلو عملیات روان دي، خو اوس ښکاره شوې چې موسی وژل شوی او پولیس هغه احتمال هم نه ردوي چې په کامبریلس کې د پنځو وژل شویو ډله کې به موسی هم وي.