BBC
 شاته

د خوست والیبال سیالیو اتلولي وحید لوبډلې خپله کړه

احمدشاه
Image caption د والیبال په دغو سیالیو کې ۲۸ لوبډلو برخه اخیستې وه.

په خوست کې د والیبال سیالیو اتلولي د وحید لوبډلې وګټله. دغه سیالۍ له تېرې یوې میاشتې د خوست په اسماعیل خېلو ـ مندوزیو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو په ګډون پيل شوې وې چې تېره ورځ یې د فیضو او وحید لوبډلو ترمنځ پایلوبه وشوه.

وحید لوبډلې وتوانېده فیضو لوبډله ماته او اتلولي خپله کړي.

د خوست د والیبال فدراسیون مرستیال نور احمد اعتمادي وایي، سیالیو کې د دغه ولایت له ټولو سیمو ۲۸ د والیبال لوبډلو برخه اخیستي وه: "وحید لوبډلې په درې پر یو پایلې سره فیضو لوبډلې ته ماتې ور کړه او اتلولي یې خپله کړه. "

دغه سیالیو هره ورځ د مازیګر له مخې ترسره کیدې، چې د خوست له لیرو سیمو څخه به ورته نندارچیان ورتلل.

د خوست د مرکز د حبشخېلو د والیبال لوبډلې مشر قیام الدین وایي، په دغو سیالیو کې یې درې لوبې وګټلې او یوه یې وبایلله.

د یادونې ده چې والیبال لوبه په خوست ولایت کې د غوړېدو په حال کې ده چې کابو هره میاشت یې یو ټورنمنټ تر سره کېږي.