BBC
 شاته

د پاکستان 'مدر ټرېسا' د ۲۱ توپونو له سلامۍ سره خاورو ته وسپارل شوه

د انځور حقوق .
Image caption مېرمن فاو ۱۹۹۶ کې وتوانېده پاکستان کې جذام کابو کړي

جرمنۍ ډاکټره روت فاو چې پاکستان کې یې ټول عمر د جذام 'لیپروسي 'ناوغانو خدمت ته ځانګړی کړی و، رسمي مراسمو کې خاورو ته وسپارل شوه.

مېرمن فاو چې پاکستان کې د پاکستانۍ 'مدر ټرېزا ' په نوم هم یادېده د اګست پر لسمه کراچۍ کې د ۷۸ کلونو په عمر ومړه او نن 'شنبه اګست ۱۹ ' همالته خاورو ته وسپارل شوه.

د مېرمن فاو وروستیو مراسمو کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، پوځي مشر قمر جاوید باجوه او د سند ایالت والي ګډون کړی و. خاورو ته د هغې سپارلو مراسمو کې د ۲۱ توپونو سلامي هم ورکړل شوه.

د کراچۍ ښار مرکزي برخه کې د مېرمن فاو جنازه پوځیانو د پاکستان په ملي بېرغ کې نغښتې د وروستیو مراسمو لپاره یوې کلیسا ته لېږدوله. د پاکستان ځمکني، هوايي او سمندري پوځونو سرتېرو د دغو مراسمو امنیت ساته.

ډاکټر فاو ۱۹۹۲ کال کې جرمني کې زېږېدلې وه او د نړیوالې جګړې د وحشتونو لیدو سره لویه شوې وه.

نوموړې هغه مهال سویلي هند کې له رزول کېدو وروسته ۱۹۶۱ کال کې کراچۍ کې د جذام ناروغانو خدمت پیل کړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption د مېرمن فاو مړی د پاکستان ملي بېرغ کې نغښتی و

جذام د انساني کهول لرغونې ناروغي ده چې لومړنۍ بېلګې یې په مصر او هند کې لیدل شوي دي.

تر مودود ګومان دا و چې جذام ارثي ناروغي او د خدای له اړخه عذاب دی، خو په ۱۸۷۳ کال د ناروې یوه ډاکټر وموندله چې دا ناروغي د (میکو باکټریوم لپرا) وایروس له امله را منځته کېږي.

جذام ناروغي لا هم د بشر د سلامت پر وړاندې ننګونه ګڼل کېږي.

مېرمن فاو خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان نورو برخو کې د دغې ناورغۍ درملنې مرکزونه پرانیستل. ۱۹۹۶ کې مېرمن فاو وتوانېده جذام کابو کړي او دې سره پاکستان اسیا کې لومړی هېواد وبلل شو، چې د جذام کابو کول په کې ممکن وبلل شول.

د انځور حقوق AFP

ډاکټر روت فاو په ۲۰۱۰ کال کې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و، په حقیقت کې په پاکستان کې د پاتې کېدو پرېکړه مې هغه مهال وکړه چې یو پښتون تنکی ځوان په لاسونو او پښو کلینک ته راغی، داسې لکه چې خاپوړې کوي، هغه داسې ښکاریده چې ګواکې د جذام ناروغي یو عادي خبره وي.

پاکستان کې د خپلو خدمتونو په هکله ډاکټر روتھ فاو په جرمني ژبه څلور کتابونه ولیکل او له پاکستاني حکومته یې یو شمېر مډالونه تر لاسه کړل.