BBC
 شاته

د بلخ چمتال او چاربولک کې نوي پوځي عملیات

د انځور حقوق SHAHEEN CORPS 209
Image caption په دغو ولسوالیو کې په وروستيو څو ورځو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سختې نښتې روانې وې

په بلخ ولايت کې ځايي چارواکي وايي له چمتال او چاربولک ولسوالیو څخه د اورپکو د شړلو لپاره یې ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي. . د بلخ د والي ویاند وايي والي عطامحمد نور هم چمتال ته ورغلی او د قول اردو له قوماندان سره یو ځای د جنګ په مدیریت کې برخه اخلي.

هغه سخته نښته چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې له څو کليو د افغان امنیتي ځواکونو د شاتګ لامل شوه د یاد ولايت والي او په دغه ولایت کې د قول اردو قوماندان پښې يې د جګړې لومړۍ کرښې وروڅولې.

ځايي چارواکي وايي اورپکو په دې وروستيو کې جګړې ته زور ورکړی. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد بي بي سي ته وویل اورپکو له ورڅېرمه ولسواليو څخه پر چمتال منظم بريدونه کړي او د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي.

ښاغلی فرهاد وايي اوس هم هلته نښته روانه ده او نور امنيتي ځواکونه هم ور رسېدلي دي:

د بلخ چمتال ولسوالۍ کې جګړه ځپلي مرستې غواړي

د بلخ په يوه جومات کې "طالبانو ۱۳ تنه په ډزو وژلي"

بلخ کې افغان سرتېري ' اووه امریکايي سرتېري' ټپیان کړي

"چمتال ولسوالۍ ته مو د هوايي ځواک له ملاتړ سره یو ځای کافي اندازه ځواکونه واستول چې پرون يې هم په هوايي بريدونو کې ګڼ مرکزونه په نښه کړل شپږ تنه دښمنان وژل شوي او پنځه یې ټپيان شوي. همدا اوس د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په چمتال او چاربولک کې د عملیاتو د ښې رهبرۍ په موخه هلته تللی.

وضعیت په قابو کې دی او د کومانډو او ضربتي ځواکونو په ګډون کافي اندازه ځواکونه هلته شته او په ګډه کار کوي."

د افغانستان په شمال کې د شاهين قول اردو چارواکي هم وايي افغان امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او تر اوسه یې د طالبانو څو مرکزونه په نښه کړي. د دغې قول اردو مطبوعاتي مرستیال نصرت جمشيدي وايي له دغو ولسوالیو د اورپکو له شاته کولو سره چاڼیز عملیات هم پیلېږي:

"په دې ورځو کې پر امنیتي ځواکونو بريدونه نسبتا ډېر شوي وو، نن سهار وختي خپله والي له مرستندويه ځواکونو سره یو ځای سيمې ته لاړ او د چمتال ولسوالۍ د جګړې مديريت يې خپله په غاړه اخيستی.

ان شاءالله تر یوې یا دوه راتلونکو ورځو به د چمتال او چاربولک ولسوالیو ټولې برخې له وسله والو مخالفينو پاکې شي."

د انځور حقوق BALKH.AF

هغه وايي د افغان ځواکونو په عملياتو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی. چارواکي وايي افغان ځواکونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه له یو شمېر کليو وتلي چې اوس بيا د بريد په حال کې دی. تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې بلخ د افغانستان په شمال کې له نسبتاً امنو سيمو ګڼل کېده، خو په دې وروستيو کې وخت ناوخت د وسله والو مخالفینو او امنيتي ځواکونو د خال خال نښتو شاهد وي.