سپین غر لوبډله د غازي امان الله خان کرېکټ سیالیو اتله شوه
د یو ورځینو لوبو دغه سیالۍ شاوخوا یوه اونۍ وړاندې په خوست کې پیل شوې وې او پایلوبه د بوست او سپین غر لوبډلو ترمنځ وه.
بوست لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه، خو خپل لوبغاړي یې ژر ژر له لاسه ورکړل. د بوست لپاره تر ټولو ډېرې منډې طارق ستانکزي وکړې چې ۴۸ منډې وې، لوبډلمشر ګلبدین نایب ۳۱ منډې وکړې. نورو لوبغاړو د پام وړ لوبه ونه شوه کولای.
د دغې لوبډلې لوبغاړي کریم صادق او سمیع الله شینواری چې په مخکنیو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وو نن یې ښه لوبه ونه شوه کولای.
د سپین غر لوبډلې توپ اچونکو له هرې خوا پر بست لوبډلې فشار ډېر ساتلی وو. کریم جنت د سیالې لوبډلې پنځه او آفتاب عالم درې لوبغاړي وسوځول.
د خوست والیبال سیالیو اتلولي وحید لوبډلې خپله کړه
خوست: د دروېش په ۱۳۰ منډو سپین غر نیمه پایلوبې ته لار ومونده
د افغانستان خپلواکۍ ٩٨ کليزه پراخه ولمانځل شوه
د بست لوبډلې توپ اچونه ښه پیل شوه، او په لومړيو څلورو اوورونو کې یې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوخول.
د سپین غر لوبډلې د سر لوبغاړي پرله پسې وسوځېدل او داسې ښکارېده چې ښايي لوبه د بست لوبډله وګټي ځکه کیپټان ګلبدین نایب ډېره ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول.
خو د درویش رسولي او شفیق الله شفق یوې ښې او اوږدې ملګرتیا د توپ اچونکو پر وړاندې ښه مقاومت وکړ.
درویش رسولي د ۱۲ څلوریزو پر مټ ۶۸ منډې وکړې شفیق الله هم ۳۲ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
سپین غر لوبډلې دا لوبه په پنځو ویکټو وګټله.