BBC
 شاته

د ولې پوښتنه: ولې ځينې د نورو بچیان لویوي؟

بچی لویول هر چېرته او هرکله یوه مبارزه وي، وخت غواړي، خْوَلې تویول غواړي او لګښت غواړي.

نو چې داسې ده ولې ځينې خپل لا څه، د نورو بچیان لویوي؟

دا اوونۍ په "ولې " کې ماري اوشوتا دې ته کتنه کوي چې مورېدل یا پلارېدل څه مانا او څه ننګونې لري.

هغوی چې د نورو بچیان لویوی، د خپلو غوندې چلند ورسره کوي که نه؟ ددغو کوچنیانو ځای په ټولنه کې چېرې دی او درنښت یې شته که څنګه؟

د رپوټ پښتو بڼه له سپین تڼي اورئ.