د فینلنډ تورکو ښار کې پر خلکو د چاکو ګوزارونه شوي
فینلنډ کې پولیسو تورکو ښار کې هغه سړی په ډزو ویشتلی، چې ویل کېږي تورکو ښار کې یې پر ګڼو کسانو د چاکو ګوزارونه کړي دي. ځايي پولیسو ویلي، بریدګر پر پښه په ډزو لګېدلی او پولیسو نیولی دی.
پولیسو خلکو ته ویلي، چې د ښار مرکزي برخې ته له ورتلو ډډه وکړي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې برید د دغه ښار په پیوتوري مارکیټ میدان سیمه کې شوی دی.
په یوه تصویر کې پر ځمکه پروت جسد لیدل کېږي، چې نغښتی دی. خو په رسمي توګه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سویل لوېدیځ فینلنډ پولیسو په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي دي:
''د تورکو ښار مرکزي برخه کې یو شمېر کسان په چاکو وهل شوي دي. له خلکو هیله کېږي، چې د ښار مرکز ته له تلوو ډډه وکړي. ''
د فینلنډ یوه راډیويي رپوټ کې ویل شوي، پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي، خو نورو رپوټونو کې د ټپي شویو کسانو شېر پنځه یا شپږ یاد شوی دی.