BBC
 شاته

خیبر پښتونخوا: زرګونه کسان د 'ډینګي تبې' له امله بستري شوي

ډینګي د انځور حقوق AFP
Image caption ډینګي تبه د ځانګړي غوماشي له لارې خپرېږي

د خیبر پښتونخوا روغتونونو کې څلور زره داسې کسان بستر شوي، چې فکر کېده (ډینګي تبې) نیولي دي. چارواکي وايي، بستري شویو کسانو کې له اته سوه ډېر داسې کسان شته، چې روغتیا پالانو یې ناروغۍ تایید کړې ده.

دغه ناورغي د یوه ځانګړي غوماشي 'ایډیس ایجپټي ' له لارې له یوه نه بل کس ته لېږدي.

روغتیايي کارکونکي وايي، سخته تبه، د سر او سترګو درد د دغې ناورغۍ څرګندې علامې کېدای شي.

د پېښور ښار یوه روغتیايي کارکونکي بي بي سي ته ویلي، پنځه کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي، خو ځینې نورې سرچینې بیا وايي تر لسو پورې کسان له دې کبله مړه شوي دي.

د هند پلازمېنې ډيلي کې تر ۱۵۰۰ پورې کسان په ډینګي تبه اخته دي

سوات کې ډینګي تبې ۱۵ کسان وژلي، زرګونه ناروغ دي

پښتونخوا کالم: سوات کې ډېنګي حملې

دغه ناورغې د پاکستان پنجاب ایالت کې ډېر کسان اغېزمن کړي دي او د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په اوو ولسوالیو کې په دغه ناروغي اخته کسان لیدل شوي دي.

چارواکو دا هم ویلي، چې د وینې اغېزمن کسان باید په خپل سره د انټیبیوتیک درملو له کاروولو ډډه وکړي.

د دوی په وینا د اغېزمنونکي غوماشي له منځه وړلو لپاره یې په ځینو سیمو کې درمل شېندلي دي. یو شمېر ځايي اوسېدونکو پر حکومت له دې کبله نیوکې کړې، چې د ناروغۍ خپرېدو لپاره یې پر وخت اقدام نه دی کړی.

دغه ناروغي لومړی ځل ۱۹۵۰ لسیزه کې فلپین او تایلنډ کې ولیدل شوه.

د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکي وايي، هر کال په ټوله نړۍ کې نژدې ۲۲ زره کسان د دغې ناروغۍ له کبله مري.

۲۰۱۵ کال کې د فرانسې یوې درمل جوړونکي شرکت 'سنوفي ' وویل، چې دوی د دغې ناروغۍ مخنیوي لپاره 'ډینګوژیا ' نومي واکسین چمتو کړي دي.

هغه مهال مکسیکو لومړی هېواد و، چې دغه درمل یې تایید کړل او په لومړي پړاو کې یې ۴۰ زره کسانو ته د ورکولو اعلان وکړ.