BBC
 شاته

''له ۳۵ میلیونه ډېر پاکستانیان د شکرې په ناورغۍ اخته دي''

د انځور حقوق PA
Image caption دغه سروې ته د 'شکرې ملي سروېګ نوم ورکړل شوی دی

په یوه نوې سروې کې چې پاکستان کې د شکرې ناورغۍ په اړه شوي، ویل شوي چې د دغه هېواد د نفوس ۲۶ سلنه وګړي د شکرې په رنځ اخته دي.

دغه سروې د ۲۰۱۶-۱۷ کلونو لپاره شوې ده. د سروې پایلې ښيي هغو پاکستانیانو کې چې عمرونه یې له ۲۰ کلونو ډېر دي، له ۳۵ میلیونو تر ۳۷ نیم میلیونو پورې کسان د شکرې له ناروغۍ رنځېږي.

د سروې پایلې نن 'جمعه ۱۸ اګست ' په یوه کنفرانس کې اعلان شوې. دغه پایلې له هغو خورا ډېرې بلل کېږي، چې مخکې یې دغه هېواد کې روغتیايي پالیسي جوړونکو او روغتیا پالانو اټکل کاوه.

افغانستان کې د شکرې ناروغي 'بې ساري ډول' په ډېرېدو ده

ویټامین بي ۳ ښايي د ماشوم د زیانولو او ولادي معلولیتونو مخه ونیسي

''د ورځې تر ډېره خوب د شکرې ناروغۍ نښه کېدای شي''

دغه سروې چې د شکرې ملي سروې نوم ورکړل شوی دی، پاکستان کې او یا کوم بل پرمختلونکي هېواد کې د خپل ډول لومړنۍ هغه ده، چې بقايي انسټیټیوټ اف ډاییبټالوژي اینډ اینډو کرایینولوژي یا 'بایډ ' نومې ادارې د پاکستان روغتیا وزارت، پاکستان روغتیايي څېړنې شورا او روغتیا نړیوال سازمان په مرسته کړې. د دغې ادارې پروفیسر عبدالباسط له بي بي سي سره خبرو کې ویلي:

لومړی داسې اټکلونه کېدل چې اووه یا اته سلنه پاکستانیان یانې د اوو او اتو میلیونو تر منځ کسان به په دغه رنځ اخته وي او ښايي ۲۰۴۰ پورې به دغه شمېر د ۱۵ او ۲۰ سلنې منځ ته ورسېږي، خو په هېښوونکي ډول پاکستان کې د شکرې ناروغانو شمېر د ټول نفوس له ۲۶ سلنې هم اوښتی دی او د ټولو هېوادوالو لپاره خطرناک خبره ده '

دغه سروې د روغتیا پالانو ۱۷ ډلو د هېواد په ټولو کلیوالو او ښاري سیمو کې کړې ده.

د پروفیسر عبدالباسط په وینا له ناروغانو نه اووه سلنه یې ان له خپله رنځه خبر هم نه وو.

Image caption پروفیسر عبدالباسط وايي، دغسې یوه سروې پاکستان کې شل کاله مخکې شوې وه

سروې ښيي چې وروسته ښايي ۱۴ سلنه نور پاکستانیان په شکرې د اخته کېدو له خطر سره مخامخ شي.

کارپوهان وايي دوی هڅه کوي پوه شي، چې دغه ناورغي ولې په دومره چټکتیا سره خپره شوې ده. دغسې یوه سروې پاکستان کې ۲۰ کاله مخکې شوې وه، چې څلور کاله یې دوام درلود.

کارپوهان وايي، د سروې پایلو ته په کتو سره باید دغه هېواد کې د روغتیا اړوند پالیسیو کې بدلون راوستل شي او د ښوونځي په کچه دې لړ کې د عامه پوهاوي خپرولو لپاره اقدامات وشي.