BBC
 شاته

افغانستان: د بادي برېښنا لومړنی توربین فعال شوی

بادي برېښنا د انځور حقوق MOEW

د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت ویلي، هرات کې یې د بادي برېښنا تولید لومړنی توربین فعال کړی دی. دغه توربین د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ځای پر ځایو شویو درېیو ورته توربینونو یو دی.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند بصیر عظیمي، بي بي سي ته وویل، دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د بادي برېښنا له توربینه کار اخیستل کېږي. د دغې پروژې درې نیم میلیونه ډالره لګښت جاپان ورکوي. د دغه ترکیبي توربین له لارې د بادي انرژۍ تر څنګ شمسي انرژي هم تر لاسه کېدای شي.

چارواکي وايي دغه پروژه به ۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي، چې ۳۰۰ کیلو واټه به یې له باده تر لاسه کېږي. بادي انرژي د چاپیریال ساتنې او د انرژۍ اډانې د بېلانس لپاره مهمه وسیله بلل کېږي.

لومړی ګرځنده بادي برېښنايي توربین څه ځانګړتیاوې لري؟

افغانستان: په کليو کې بادي او لمريزه برېښنا برابرېږي

افغانستان کې لمريزه او بادي برېښنا تولېدېږي

د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د بادي انرژۍ لومړنی څېړنیز مرکز فعال شوی و. د کارپوهانو په وینا افغانستان کې زرګونه داسې تنګي او درې شته، چې ترې تېرودونکي چټک بادونه انرژي تولیدولای شي.

له بادي توربینونو د کار اخیستلو دود دا وروستیو کې نړۍ کې په ډېرېدو دی او ځینو پرمختللیو هېوادونو کې هم دغه ډول توربینونه فعالیت کوي.

د انځور حقوق PA
Image caption له بادي توربینونو د کار اخیستلو دود دا وروستیو کې نړۍ کې په ډېرېدو دی

سکاټلنډ کې دا وروستیو کې د سمندر اوبو کې د دغه ډول سیار توربینونو فعالولو یوه خورا لویه پروژه پیل شوه. هغه لومړني توربينونه چې په سکاټلند کې فعال شوي، په ورځ کې تر شل زرو پورې کورونو ته برېښنا ورکولای شي.

د انگلستان په لیورپول کې هم د برېښنا بادي توربینونه انرژي توليدوي .بادي توربينونه دواړه په وچه او هم په اوبو کې ځاى پرځاى کېدلی شي.