BBC
 شاته

د اریانا سعید کنسرت کېږي، خو ځای یې بدل شوی دی

اریانا سعید
Image caption مېرمن سعید وايي پوهېږي چې له کنسرت وروسته به له منفي غبرګونو سره مخامخه شي.

وتلې افغان سندرغاړې اریانا سعید وایي، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت کنسرت یې سبا کابل کې ترسره کېږي. د مېرمن سعید د کنسرت مسئولین وایي، د امنیتي ګواښونو له امله یې د کانسرت لپاره د غازي ستډیم پر ځای بل ځای غوره کړی دی.

د کنسرت یوه مسوول حسیب له بي بي سي سره خبرو کې وویل:

''له امنیتي مسوولینو سره له خبرو وروسته دې پایلو ته ورسېدو، چې د غازي سټېډیم پر ځای کانسرت ته بل ځای غوره کړو، ځکه هلته امنیتي ګواښونه او یو شمېر نورې اندېښنې وې. ''

د کابل د ګارنیزیون مشر هم ومنله چې د همدې امنیتي اندیښنو له امله یې اریانا ته اجازه نه ده ورکړې چې غازي ستډیوم کې کنسرت جوړ کړي. په کابل او ولایتونو کې یوشمیر روحانیونو او دیني علماوو هم له دې کنسرت سره مخالفت څرګند کړی دی.

له دې مخکې د کابل ګارنیزیون د قومندانۍ چارسمبالی جنرال افضل امان اعلان کړی و چې د امنیتي ستونزو له امله د کابل غازي لوبغالي کې د افغان سندرغاړې اریاناسعید د کنسرت له ترسره کېدو سره موافق نه دي.

جنرال امان بي بي سي سره په مرکه کې ویلي و، د اریاناسعید د کنسرت مخنیوی یې نه دی کړی خو "۱۰ زره ګډونوالو" او په کابل کې امنیتي ګواښونو ته په کتو، د امنیت ټینګول یې د امنیتي ځواکونو لپاره ګران دی.

ښاغلي امان وویل، د کابل ګارنیزیون مېرمن سعید ته مشوره ورکړې چې د کنسرت د ترسره کولو لپاره دې یو بل ځای وټاکي.

څو ورځې وړاندې اغلې سعید اعلان وکړ چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۹۸ کلیزې په ویاړ یو لوی کنسرت په کابل ښار کې ورکوي.

هغې ددغه کنسرت ورکول د "خپل هنري ژوند تر ټولو لوی خبر"ګڼلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اریاناسعید وايي، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د ترسره کېدونکي کنسرت عاید به سرپل ولایت کې د میرزااولنګ اړمنو کورنیو ته ورکړي.

ټاکل شوې د اریانا سعید کنسرت د شنبې پر ورځ په کابل کې کلکو امنیتي تدبیرونو سره ترسره شي.

خو له څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو شبکو د یو شمېر کاروونکو له خوا د اریاناسعید د کنسرت له ترسره کېدو سره د مخالفت کمپاین روان دی.

په داسې حال کې چې وروستیو کې په کابل ښار کې یو شمېر چاودنو خلک اندېښمن کړي، اریانا سعید هم بي بي سي سره مرکه کې وویل، پوهېږي چې د دې د کنسرت د امنیت ټینګول به د امنیتي ځواکونو لپاره یوه لویه ننګونه وي.

اریاناسعید وايي، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د ترسره کېدونکي کنسرت عاید به سرپل ولایت کې د میرزااولنګ اړمنو کورنیو ته ورکړي.

نژدې دوه اوونۍ وړاندې د سرپل ولایت په مېرزا اولنګ سیمه کې له څو ورځنۍ وسله والې نښتې او د امنیتي ځواکونو له ماتې وروسته سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې راغله، یو شمېر کسان د طالبانو په لاس ووژل شول او ګڼې کورنۍ له سیمې کډه شوې.

اغلې سعید د خپل کنسرت موخه له جګړو د ستړو او ستونزو ځپلو افغانانو خوشحالول بولي.

د کابل ښار ګارنیزیون وايي، دې شپو ورځو کې امنیتي ځواکونه د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د امنیت د ټینګولو په کار کې سخت بوخت دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
اریانا سعید وايي، یوازې زما شتون لامل نه دی. آن کله چې خلک غواړي د نوي کال او روز جشن ولمانځي له مخالفت سره مخامخ کېږي.

اریاناسعید یوه له بهرمېشتو بحث پاروونکو افغان ښځینه سندرغاړو ده چې د مینه والو ترڅنګ، ګڼ مخالفین هم لري.

وروستی ځل چې مېرمن سعید تر کلکو نیوکو لاندې راغله، په پاریس کې یوه کنسرت کې وه چې کالیو یې پر ټولنیزو شبکو ګڼ د دې ضد غبرګونونه راوپارل.

اریانا سعید بیا سره له دې چې د خپلو کالیو له غوراوي یې دفاع وکړله خو وروسته یې بیا همدغه کالي وسېځل او ویډیو یې پر ټولنیزو شبکو خپره کړه.

اوس هم اغلې سعید وايي له کنسرت وروسته به له منفي غبرګونو سره مخامخه شي خو د دې په وینا "په قصه کې یې نه ده".

اریاناسعید برتانیا مېشتې افغان سندرغاړې ده چې په تېرې یوې لسیزې کې يې د موسیقۍ په نړۍ کې د ګڼو خلکو پام ځان ته ور اړولی دی او کله نا کله په افغانستان کې د خصوصي ټلویزیونو په سندریزو خپرونو کې برخه اخلي.

د انځور حقوق SHERZAAD ENTERTAINMENT
Image caption اریانا سعید د پاریس په کنسرت کې.