BBC
 شاته

په اسټرالیا کې اسلام ضد ډلې پر انګلیکن کلیسا برید وکړ

Image copyright

د اسټرالیا په ختیزه سمندرغاړه کې ښي اړخو مظاهره چیانو په داسې مهال د یوې کلیسا پر خدمتونو برید وکړ چې د مسلمانانو په څېر جامې یې اغوښتې وې او د اسلام ضد شعارونه یې ور کول.

د نږدې لسو کسانو ډله کلیسا ته ننوتله او په لاسپېکر کې یې د مسلمانانو په څېر د لمونځ کولو پېښې وکړې.

ځايي پولیس د هغه څه پلټنه کوي چې کلیسا یې "خوږه توکمپالنه" بولي.

د ازادۍ لپاره ډلې پر خواله رسنیو د دې پېښې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي.

دوی ادعا کوي چې دا کار یې د کلیسا د څو کلتوري او اسلامي مشرانو د ملاتړ په ضد یو غږ پورته کول و.

دا ډله سناتور پاولین هانسن د کډوالۍ ضد او یو ملت ګوند سره اړیکي لري چې د اسټرالیا په مشرانو جرګه کې یې څلور څوکۍ ګټلې دي.

خو له دې پېښې څلرویشت ساعته وروسته یو ملت ګوند د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې دوی د ازادۍ لپاره ډلې سره کوم رسمي تړاو نه لري.

Image caption د کلیسا پادري وايي، دې پېښې په کلیسا کې موجود کسان ووېرول

'ټکان خوړل'

د کلیسا یوه پادري راډ باور اسټرالیايي رسنیو ته ویلي، په کلیسا کې موجود کسان دغې پېښې ووېرول." دوی ټکان خوړلی و."

دا کلیسا په خپلو خدمتونو او بیلبورډونو کې د کډوالۍ د ملاتړو پیغامونو په خپرولو پېژندل کیږي.

ملتپالو ډلو دې کلیسا ته خبرداری ور کړی چې د اسلام دودولو له هڅې لاس واخلي.

پادري باور وايي، ښار دا مظاهره هم د دې لپاره وه، چې دوی د مسلمانې ټولنې ملاتړ کوي.

Image caption په اسټرالیا کې د کډوالو ضد فعال