استرالیایۍ وکیلې مشرانو جرګه کې چادري اغوستې
په استرالیا کې د "یوه ولس" په نوم ښي اړخي سخت دریځي ګوند مشره پاولین هانسن د استرالیا مشرانو جرګې غونډې ته په چادرۍ کې ورغلې وه.
هانسن د مشرانو جرګې ته په داسې حال کې ننوتله، چې توره چادري یې اغوستې وه او پر څوکۍ تر کښېناستو وروسته یې د حاضرینو پام ځان ته ورجلب کړ.
د استرالیا د عدلیې وزیر جورج برانډیس د اغلې هانسن دا ګام غندلی او په هېواد کې یې مذهبي ډلو ته له سپکاوي ډک ګڼلی دی.
د مخالفو ګوندونو استازي پاڅېدل او هانسن ته د برانډیس د وینا پرمهال یې چکچکې وکړې.
استرالیا پر نقاب لرونکو مېرمنو بندېز لرې کړ
فرانسوي پارلمان پر نقاب د بندیز قانون تصویب کړ
نوموړي وویل: "نه، سناتورې هانسن، موږ پر چادري بندیز نه لګوو. "
هانسن په یوه ویناپاڼه کې ویلي: "په عامه ځایونو کې د حجاب بندیز اړتیا (چې ټول مخ پکې پټ وي) د معاصرې استرالیا لپاره یوه مهمه مسله ګرځېدلې ده. "
د استرالیا مشرانو جرګه به پر پنجشنبې ناوخته د هانسن له خوا پر برقع د بندیز وړاندیز وڅېړي.
د مشرانو جرګې مشر سټیفن پري مني چې اغلې هانسن د مشرانو جرګې ودانۍ ته له ننوتلو وروسته پېژندل شوې ده.
اغلې هانسن بیا وروسته خپله چادري لرې کړې ده.
پاولیسن هانسن په ۱۹۹۶ کال د استرالیا پارلمان ته لاره موندلې ده.
هغې په ۲۰۱۶ کال یوه لانجمنه وینا وکړه چې په وینا یې، استرالیا د "مسلمانانو له خوا ډوبېدونکې" ده.