د اسټرالیا ملبورن؛ د ژوند لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ښار
ایکانومېسټ اقتصادي معلوماتو ادارې په کلني رپوټ کې د نړۍ د ښارونو په هکله رپوټ خپور کړی دی.
دوی د اسټرالیا ملبورن ته د ژوند لپاره تر ټولو غوره او د سوریې دمشق ته د ژوند لپاره تر ټولو بد ښار نوم ور کړی دی.
په دغه رپوټ کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو پر ۱۴۰ ښارونو څېړنه شوې ده او د ټیکاو، روغتیايي خدمتونو، کلتور، چاپېریال، روزنیز وضعیت او بېخ بنا له مخې ډلبندي شوي دي.
د ایکانومېسټ د څېړنې له مخې د ایران پلازمېنه تهران په ۱۴۰ ښارونو کې ۱۲۷ ځای لري، خو په تېرو پنځو کلونو کې یې د ژوند د ښه والي خورا ښه درجه خپله کړې ده.
د ښارونو پر درجه د ناامنۍ اغېز
تېر کال هم دې ادارې ملبورن د ژوند لپاره خورا غوره ښار بللی و، خو تېرو څو کلونو کې د نړۍ بې ټیکاوي د ځینې ښارونو د ښه والي یا بدوالي درجه بدله کړې ده.
د ترهګریزو ګواښونو په دلیل د ځینې اروپايي هېوادونو د ښارونو درجه ټیټه شوې ده.
* د نړۍ ښارونه په ويډيو کې: استانبول
* چین غواړي د چاپېریال ملګري ښارونه جوړ کړي
دا په داسې مهال ده چې د ایسلېنډ د پلازمېنې ریکیاویک او د هالنډ د پلازمېنې امستردام درجه د کلتوري رنګارنګۍ او د جرم او جنایت د کچې د ټیټېدلو له امله بهتره شوې ده.
په دغه رپوټ کې د اسټرالیا ملبورن، د اتریش ویانا، د کاناډا کالګري، ټورنټو او ونکوور د نړۍ خورا غوره ښارونه بلل شوي دي.
د ایکانومېسټ د څېړنې له مخې د نړۍ غوره پنځه ښارونه | |
---|---|
۱- ملبورن اسټرالیا | |
۲- ویانا، اتریش | |
۳- ونکوور، کاناډا | |
۴- ټورنټو، کاناډا | |
۵- کالګري، کانادا |
په ځینې هېوادونو لکه عراق، سوریه، لیبیا او ترکیه کې د ښارونو درجه د ترهګریزو پېښو او کورنۍ جګړې له امله اغېزمنه او غورځېدلې ده.
په ځینې نورو هېوادونو لکه نیجریا کې چې کورنۍ جګړه او له وسلوالو سره تاوتریخوالی روان دی د ښارونو درجه ټیټه شوې ده.
* دمشق: په یوه ښار کې دوه ښارونه
* اسداباد: ښایسته سیمه خو بدرنګ ښار
وروستیو کلونو کې د ځینې هېوادونو ترمنځ ډيپلوماټيک تاوتریخوالي ټیکاو کم کړی او پایله کې یې د ښارونو درجې کمې شوې دي.
د ساري په ډول له اروپايي هېوادونو سره د ایران اړیکي ښه شوي دي، خو له عربستان او نورو هېوادونو سره اپوټه خبره ده.
د پنځو ښارونو پرمختګ
د ایکانومېسټ رپوټ کې هغه ښارونه هم یاد شوي چې د پروسږ کال پرتله یې پاموړ پرمختګ کړی دی.
د ایران پلازمېنه تهران د نړۍ د هغو هېوادونو د ښارونو سرته پورته شوی چې تېرو پنځو کلونو کې یې د ژوند شرایط لا ښه شوي او د تېر کال د رپوټ پرتله یې پاموړ پرمختګ کړی دی.
* د هند پلازمېنه ډیلي کې کوچنی کابل
* مصر نوې اداري پلازمېنه جوړوي
په دې پنځو ښارونو کې چې ډېر پرمختګ یې کړی دی، تهران، دوبۍ، ابیجان، هراري او کولمبو دي.
ایکانومېسټ په خپل رپوټ کې د اوکراین پلازمېنه کیف، د سوریې دمشق او د لیبیا ترابلس داسې ښارونه بللي چې ډېر په شا تللي دي.
خورا بد وضعیت د کیف ښودل شوی دی چې تېرو پنځو کلونو کې یې د ژوند څرنګوالی ۲۱ سلنه کم شوی دی.