شاته

صربیا افغان پیکاسو ته د تابعیت ور کولو وړاندیز وکړ

د انځور حقوق vucic/Tanjug
Image caption د صربیا ولسمشر له افغان پیکاسو سره.

د صربیا حکومت وايي، لس کلن افغان انځورګر او کورنۍ ته یې د دغه هېواد تابعیت ور کولو ته چمتو دی.

فرهاد نوري له خپلې کورنۍ سره له اتو میاشتو راهیسې پنډغالي کې اوسي.

فرهاد نوري د خپلې هنري وړتیا لامله پر کوچني پیکاسو پېژندلی شي.

* فرانسه کې د افغان ماشوم کډوال مړينه

* جرمني کې افغان کډوال ماشوم له انګلا مېرکل مننه وکړه

تېره اونۍ یې اول ځل صربیا کې د انځورګرۍ نندارتون جو کړ، چې د ډېرو پام یې ځان ته واړاوه.

د صربیا ولسمشر الیکساندر ووییچ د چهارشنبې په ورځ هغه او کورنۍ یې ور بللي وو.

صربیا ته ویاړ ور بښل

فرهاد نوری د انځور حقوق Getty Images
Image caption فرهاد نوری( افغان پیکاسو) د خپلو انځورنو نندارتون کې د کورنۍ له غړو سره.

ولسمشر ووییچ دې کورنۍ ته د تابیعیت ور کولو وړاندیز وکړ او د فرهاد نوري پلار ته یې د کار موندلو ژمنه هم وکړه.

ښاغلي ووییچ فرهاد او کورنۍ ته یې وویل: که زموږ غوښتنه ومنئ ویاړ به را په برخه کړئ.

* افغان ماشوم چې ويل يې "اکسيجن نشته"

* لیونل مېسي له افغان ماشوم سره ولیدل

که څه هم دغه افغان انځورګر وايي، د انځورګرۍ او بهرنیو ژبو د زدکړې لپاره سوېس ته ځي، خو د صربیا ولسمشر وايي، هڅه به وکړي چې نوموړی په صربیا کې پاتې شي.

دمګړۍ د مختلفو هېوادونو نږدې ۴۵۰۰ کډوال د صربیا په ۱۸ دولتي پنډغالو کې ژوند کوي.

دې کډوالو غوښتل د ښه ژوند لپاره د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته لاړ شي، خو پر ۲۰۱۶ کال چې "د بالکان لار" بنده شوه، دوی صربیا کې پاتېدلو ته اړ شول.

صربیا کې د کډوالو حال

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فرهاد نوری انځورګرۍ کې د وړتیا لامله په افغان پیکاسو مشهور شو.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې د کډوالۍ ساتندوی مرکز - چې د کډوالو د ملاتړ خصوصي اداره ده- د صربیا د ولسمشر د وړاندیز هرکلی کړی دی.

خو دا هم وايي، چې صربیا د کډوالۍ برخه کې ډېر سمون ته اړتیا لري.

د دې موسسې یو کارمن رادوس جوروویچ وايي، پنا غوښتونکي د ډېر وخت لپاره انتظار کوي او ډېر ځله پنا هم نه ور کول کېږي.