خوست: د دروېش په ۱۳۰ منډو سپین غر نیمه پایلوبې ته لار ومونده
د افغانستان د سوېل ختیځ خوست ولایت په ملي او شخصي لوبغالو کې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان په نامه د کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو نهمه لوبه سپین غر او لسمه لوبه بند امیر لوبډلې وګټله.
نهمه لوبه کې سپین غر لوبډلې امو لوبډلې ته د ۸۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
امو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
سپین غر لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو او د دروېش رسولي د ۱۳۰ ناسوځېدلو منډو پر مټ امو لوبډلې ته د ۲۹۱ منډو هدف ور کړ. د امو لوبډله په ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو یوازې د ۲۰۷ منډو پر جوړولو وتوانېده او لوبه یې سپین غر لوبډلې ته وبایلله.
نهمې لوبې غوره لوبغاړی هم دروېش رسولي ونومول شو.
لسمه لوبه لسمه لوبه کې بندامیر بوست لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه بندامیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
بوست لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره بندامیر لوبډلې ته ۲۶۰ منډې هدف ورکړ.
بندامیر لوبډله د لوبې په ۴۹م اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو او د رحیم منګل په سلیزې ټاکلي هدف ته ورسېده او لوبه یې د بست له لوبډلې وګټله.
د لسمې لوبې غوره لوبغاړی هم رحیم منګل اعلان شو. نیمه پایلوبې ته بست او امو لوبډلو هم لار موندلې ده.
پتېل شوې د نن پنجشنبه د اګسټ ۱۹مه به د یادو څلورو لوبډلو ترمنځ په دوو پړاوونو کې د غازي امان الله خان د یو ورځنیو سیالیو نیمه پایلوبه تر سره شي.