BBC
 شاته

د هرات ښاروال د فساد په تور ونیول شو

.
Image caption فرهاد نیایش په اداري فساد تورن دی

یوې باوري سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي چې د هرات پخوانی ښاروال فرهاد نیایش د فساد په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

ښاغلی نیایش چهارشنبه د اګسټ ۱۸مه په کابل کې نیول شوی دی.

فرهاد نیایش د هغه ښاروالانو له ډلې و چې افغان ولسمشر پخپله ترې ازموینه اخیستې وه او په دنده یې ګومارلی و.

دغه سرچینه چې د نوم له ښودو یې ډډه کوله، وایي ښاغلی نیایش چې دوې میاشتې مخکې یې دنده د ولسمشر اشرف غنی په امر ځنډول شوې وه، په اداري فساد تورن دی.

فرهاد نیایش هغه مهال څو میاشتې وړاندې په هرات کې په اداري فساد تورن شو چې د هرات په زاړه ښار کې یې د څه باندې سلو پخوانیو دوکانونو د ړنګولو او پر ځای یې د نویو مارکیټونو د جوړولو کار پيل کړ.

تراوسه دولتي سرچینو په علني او رسمي ډول د ده د نیولو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

موده وړاندې د هرات اوسېدونکو د اداري فساد پر ضد لاریون وکړ او نه یوازې له هراته بلکې له ټول افغانستانه یې د یادې پدیدې د ورک کولو غوښتنه کوله.