BBC
 شاته

د ولایتي شورا غړی اصف مومند بلخ کې د ملي امنیت له بنده خوشې شو

مومند د انځور حقوق Social Media
Image caption ښاغلي مومند کابل ته له رسېدو وروسته د حزب اسلامي له غړي جمعه خان همدرد سره د خبرو پرمهال.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د ولايتي شورا غړی اصف مومند له بنده خوشې شوی او کابل ته رسېدلی دی.

سرچینه ادعا کوي چې ښاغلی مومند د نیول کېدو پرمهال ځورول شوی او په کابل کې به یې درملنه وشي.

ښاغلی مومند اوړمه ورځ د مزارشریف هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته ونیول شو.

د رپوټونو له مخې وسله واله نښته کې چې څو ساعته یې دوام وکړ او د ښاغلي مومند دوه ساتونکي په کې ووژل شول، ښاغلی مومند په هوايي ډګر کې ایسار و او نه یې غوښتل ځان تسلیم کړي.

د بلخ د پولیسو مشر سید کمال سادات اوړمه ورځ بي بي سي ته وویل، کله چې اصف مومند هوايي ډګر ته ورسېد د عطاء محمد نور لارښوونه دا وه چې ونیول شي.

څېړنې روانې دي چې مالومه کړي د ښاغلي مومند او د بلخ والي عطاءمحمد نور ترمنځ ستونزه ولې پیدا شوې چې اوسنی جنجال ترې رامنځ ته شو.

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption د افغانستان لویې څارنوالۍ بیا ویلي، چې د دوی له لوري د اصف مومند نیولو ادعا بې بنسټه ده او داسې هېڅ امر د دوی له لوري نه دي ورکړل شوی.

ویل کېږي ښاغلی مومند به کابل ته له رسېدو سره په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته له ده سره پر شوي چلند خبرې وکړي.

پر ټوېټر د عطاء محمد نور سلاکار طاهر قادري یو شمېر اسناد خپاره کړل چې وايي ښاغلي مومند د نیولو رسمي حکم دی چې په بلخ ولایت کې د څارنوالۍ له دفتر صادر شوی دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ بیا ویلي، چې د دوی له لوري د اصف مومند نیولو ادعا بې بنسټه ده او داسې هېڅ امر د دوی له لوري نه دي ورکړل شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي سلاکار مراد علي مراد پرون وویل، د پېښې څېړلو لپاره یو څېړونکی پلاوی ټاکل شوی.

ټاکل شوې ده پلاوی تر اووه ورځو څېړنو وروسته خپلې موندنې په ډاګه کړي.