امریکا پاکستان کې حزب المجاهدین ترهګره ډله وبلله
امریکا په پاکستان کې کشمیرۍ توندلارې ډله حزب المجاهدین بهرنۍ ترهګره ډله وبلله او بندیزونه یې پر ولګول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه بیان کې وايي:
"امریکا حزب المجاهدین د بهرنۍ ترهګرې ډلې په بللو سره امریکايي ولس او نړیوالې ټولنې ته دا وايي، چې دا ډله ترهګره ده. په دې ډول د ترهګرو او ترهګرو ډلو له خوا د امریکا د مالي ادارو پر کارولو بندیز لګېږي. پر دې سربېره د دوی خلاف هڅو کې له امریکايي امنیتي ادارو او نورو حکومتونو سره مرسته پکار ده".
* کشمیر کې د هند پر پوځي اډې برید شوی
* کشمیر کې پر هندي پوځي اډې برید '۱۷ پوځيان وژلي'
امریکا وايي، پر حزب المجاهدین ډله په بندیزونو لګولو سره دا ترهګره ډله د بریدونو لپاره د بسپنې یا چندې له ټولولو هم منع کېږي.
د دې بندیزونو له مخې امریکا کې د حزب المجاهدین شتمنۍ کنګلېږي او له دې ډلې سره د امریکايي وګړو په هر ډول اړیکو هم بندیز لګېږي.
صلاح الدین او حزب المجاهدین
د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین له لسګونو کلونو راهیسې کشمیر کې د هند ضد د ازادۍ جګړې دعوه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي، چې د سید صلاح الدین په مشرۍ دې ډلې د څو بریدونو مسوولیت منلی دی.
سږ کال جون کې د هند د لومړي وزیر نرېندر مودي د واشنګټن د سفر پر مهال د امریکا حکومت د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین د نړیوالو ترهګرو نوملړ ته ور زیات کړ.
* کشمیری زلمی څنګه افغانستان کې ووژل شو؟
* پاکستان: جماعت الدعوة سیاسي ګوند جوړوي
هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې سید صلاح الدین د ۲۰۱۶ کال سپټمر کې ګواښ کړی و چې د کشمیر کشالې د هر ډول سوله ییز اواري مخه به ونیسي، په دغه سیمه کې به ډېر ځانمرګي تیار کړي او کشمیر به د هندي پوځیانو پر ګور بدل کړي.
هند پر پاکستان تور لګوي چې د نورو کشمیري ډلو په څېر یې حزب المجاهدین ته هم په خپله خاوره کې ځای و رکړی، مالي او وسلوال ملاتړ یې کوي.
اسلام اباد دا تورونه ردوي، خو تېر کال کشمیر کې د حزب المجاهدین قومندان برهان واني له وژل کېدو وروسته د پاکستان حکومت نوموړی شهید وباله.
تر ټولو لویه جنګي ډله
حزب المجاهدین په هندي کشمیر کې د بېلتون غوښتونکو ډلو په منځ کې تر ټولو لویه او مهمه جنګي ډله بلل کېږي.
دې ډلې په دغه سیمه کې د څو ترهګریزو بریدونو مسوولیت منلی، چې پکې د ۲۰۱۴ کال اپرېل میاشت کې چاودنې هم دي، چې ۱۷ کسان پکې ووژل شول.
* هندي کشمیر کې هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کیږي
* د عکسونو البوم: کشمیر کې د ګرځبندیز پرمهال ښوونځي
د هند حکومت هم سید صلاح الدین ترهګر او د څو بریدونو مسوول بللی دی.
د هند حکومت وايي، سید صلاج الدین پاکستان کې اوسېږي او کشمیر کې د دغه هېواد پرضد هڅې کوي.
هند د ۲۰۱۱ کال په مۍ میاشت کې پاکستان ته د ۵۰ غوښتو یا مطلوبو کسانو نوملړ ور کړ چې سید صلاح الدین هم پکې دی.
برهان واني
برهان واني په کشمیر کې د حزب المجاهدین قومندان و چې د ۲۰۱۶ کال د جولای پر اتمه هندي ځواکونو وواژه.
د نوموړي له وژلو وروسته په سیمه کې لویې مظاهرې پیل شوې چې په تاوتریخوالي واوښتې او تر څو میاشتو روانې وې.
* ''پاکستانی حکومت د ترهګرۍ له نظریې اغېزمن دی''
* هند: د پاکستان د کشمیر خوب به کله هم رښتیا نه شي
په هغو مظاهرو کې تر سلو پورې کسان ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول.
سږ کال د برهاني واني د لومړي تلین په ورځ هم کشمیر کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و.
د هندي کشمیر سرینګر او سویلي برخه کې ګرځبندیز و او انټرنېټ پرې کړل شوی و.