BBC
 شاته

د اوباما ټویټر پیغام چې تاریخ کې تر ټولو ډېر لاس پر لاس شوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تصویر کې د ماریلنډ یوه پالنځي ماشومان لیدل کېږي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اړه ویل کېږي، چې خواله رسنۍ ټویټر ډېر کارووي، خو د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما یو ټویټر پیغام بیا د دغې خواله رسنۍ په تاریخ کې تر ټولو ډېر لاس پر لاس شوی دی.

دغه ټویټر پیغام کې له نېلسن منډیلا نقل قول شوی او یو تصویر ورسره خپور شوی، چې ښاغلي اوباما د بېلا بېلو توکمونو له ماشومانو سره د خندا په حال کې لیدل کېږي.

ملاله یوسفزۍ: پر ټویټر خپله مبارزه روانه ساتم

د کیتي پیري ۱۰۰ میلیون ټویټر مینه وال

د ټویټر او امریکايي حکومت لانجه

د اګست میاشتې پر ۱۳ نېټه د ویرجینیا ایالت په چارلوټس والې کې له برید وروسته دغه پیغام پر ټویټر خپور شوی او له هغه راهیسې د ټویټر کاروونکو لخوا درې میلیونه ځله لایک 'خوښ ' کړل شوی دی.

ټویټر چارواکو بي بي سي ته ویلي، له جي ایم ټي ' ګرینیچ 'مهال سره سم یوه بجه او اووه دقیقې د دغه پیغام خوښونکو شمېر درېیو میلیونو ته ورسېد. دغه پیغام د سندرغاړې اریانا ګراندې د خواخوږۍ له هغه پیغامه هم ډېر ځله خوښ شوی، چې د مانچسټر برید په تړاو یې خپور کړی و.

د درېیو پیغامونو دغه لړۍ کې ښاغلي اوباما د نېلسن منډېلا هغه خبره نقل کړې، چې په خپل ژوند لیک 'د ازادۍ لپاره اوږد سفر ' کې یې وايي:

''هېڅوک داسې نه دی زېږېدلی، چې د پوټکي د رنګ، د هغه د ماضي او یا مذهب له کبله له بل انسانه کرکه وکړي، خلکو ته کرکه کول ور زده کېږي او که دوی کرکه کول زده کولای شي، دوی ته مینه کول هم ورزده کېدای شي او د کرکې پرتله د مینې زده کول ډېر اسان دي.

تصویر کې ښاغلی اوباما لیدل کېږي، چې ۲۰۱۱ کال کې بیتهیسډا کې د ماشومانو یوه پالنځي ته ورغلی و. دغه تصویر پیټي سوزا اخیستی و، چې هغه مهال د سپینې ماڼۍ عکاس و.