''مرزاولنګ سیمه کې دوه ډله ییز قبرونه موندل شوي''
سرپل ولایت کې ځايي چارواکو ویلي، د دغه ولایت په مرزاولنګ سیمه کې دوه ډله ییز قبرونه موندل شوي دي، چې د دوی په وینا دغو قبرونو کې د ډېری پرتو مړیو سرونه وسله والو غوڅ کړي
د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، په دغو دوو قبرونو کې موندل شوي ۳۶ مړي د نارینه وو دي او په خبره یې په کې د درېیو زلمیانو مړي هم شته، چې عمرونه یې ۸ او ۱۵ کاله دي.
وسله والو طالبانو نژدې ۱۲ ورځې مخکې مرزاولنګ سیمه ونیوله او دوې ورځې مخکې افغان امنیتي ځواکونو ویلي و، چې میرزاولنګ او شاوخوا سیمې یې وسله وال پر شا تمبولي دي.
بشري ډلو سر پل کې د ملکي کسانو وژل کېدل تایید کړي
په میرزا اولنګ کې د طالبانو ضد عملیات پیل شول
ځايي چارواکو ویلي د طالبانو تر کنترول لاندې سیمه کې د درېیم ډله ییز قبر په اړه هم معلومات ورکړل شوي دي او افغان امنیتي ځواکونه د نورو دغه ډول قبرونو موندلو هڅه کوي. د سرپل چارواکو میرزاولنګ سیمه کې د ۶۲ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي او ویل کېږي چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شي.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي کسانو وژنه د بشر ضد جنایت بللی دی. دغه کمېسیون د ميرزا اولنګ پر پېښو د خپلو پلټنو لومړنۍ پایلې برسېره کړې دي.
د دغه کمېسیون د شمال زون مشر قاضي سمیع بي بي سي سره یوه مرکه کې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو خبره تایید کړه.
د سې شنبې پر ورځ داعش ډلې ته په اړوند (اعماق) نومې وېبپاڼه کې راغلي، چې (دوی په مرزاولنګ کې ۵۴ شیعه ګان وژلي دي)دي.