''نړیواله جنايي محکمه باید افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه کې مداخله وکړي''
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر وایي، که په حکومت کې د جنګي جرمونو د څېړنې وس او تکل نه وي، نړیواله جنایي محکمه یې پلټنې ته راګډېدلی شي. سیما سمر په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په جګړه کې ښکېلو غاړو نړیوال جنګي قوانین چیت کړي او قربانیانو ته وړ پام نه دی شوی.
په همدې ترڅ کې د ملګرو ملتو مرستندویې استازۍ - یوناما د قومي او مذهبي لږه کیو ځپل د افغانستان پر کړکېچ یوه کړوونکې زیاتېدنه بللې ده.
مېرمن سمر ویلي، افغانستان د هغو ټولو نړیوالو کنوانسیونونو غړیتوب لري، چې جنګي قوانین مشخصوي او د دغو قوانینو پلي کولو مسوولیت پر غاړه لري.
نړیواله جنايي محکمه: ښايي امریکايي پوځ افغانستان کې جنګي جرمونه کړي وي
''کرزي د جنګې جرایمو د پلټنو مخه نه ده نیولې''
د نوموړې په وینا په جګړه کې باید د ملکي خلکو ساتنه وشي او هېڅ ښکېل لوری حق نه لري، یرغمل شوي کسانو ته سپکاوی وکړي، و یې وژني یا یې ووهي او یا ورسره د توکم او مذهب پر بنسټ توپيري چلند وکړي.
مېرمن سمر وايي، د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون غواړي د جګړې د قربانیانو په اړه یوه څېړنه وکړي.
د نوموړې په خبره جګړې زرګونه کورنۍ بې ځایه کوي، خو دغه کورنۍ د حکومت نه پاملرنې له کبله بیا قرباني کېږي، چې په وینا یې د دې څېړنې له لارې هڅه کېږي، چې د قربانیانو د نور کړاو کچه راټیټه شي.
د هغې په وینا د معافیت دود له منځه وړلو او عدالت د تامین لپاره باید جرمونو مخنیوي نړیواله محکمه افغانستان کې مداخله وکړي.
د سیما سمر په خبره، افغانستان ۲۰۰۳ کال کې د دغې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی او دا چې د افغانستان عدلي او قضايي مرکزونه د بشر ضد او جنګي جرمونو مخنیوي کې ناتوانه دي، دوی د دغې نړیوالې عدلي ادارې د مداخلې غوښتنه کوي.
بل لور ته د افغانستان په جګړه کې د ولسي زیانو د ډېرېدو او په څېړنه کې د نړیوالې جنايي محکمې د احتمالي ګډون د څرنګوالي په اړه د هغې نوې څېړنې په اړه چې ټاکل شوې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې تر سره کړي د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل له بي بي سي سره خبرو کې وویل:
''که دغه پلټنه هر اړخیزه وي او د تېر راپور په شکل نه وي او له خلکو سره شریک شي، د بشري حقونو د ټولنو، د مدني ټولنو او د نړیوالو سازمانونو نظرونه په کې واخیستل شي، نو پایلې به ولري او که د انتقالي عدالت پلي کولو د بهیر په څېر مستند سازي او څېړنه وي، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وکړ او پایله یې نه لرله، دغه څېړنه به هم پایله و نه لري. ''
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولي یوناما د بشري حقونو د څانګې مسوولې دانیل بېل له میرمن سمر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي،په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه خورا لوړه ده، خو لا هم په جګړه کې ښکېل اړخونه مسوولت نه مني.
''کومه څېړنه چې د بشري حقونو کمېسیون پيل کړې، زموږ له نظره ډېره مهمه او پر وخت ده، ځکه د جګړې تکتیکونه بدل شوي او ځینو ډلو په خپلو هدفونو کې بدلون راوستی، چې پر ولسي خلکو یې ډېرې ناوړه او بوږنونکې اغېزې کړې دي. ''
د بشري حقونو کمېسیون په سرپل ولایت کې له خونړۍ پېښې وروسته دغه څېړنه پیل کړه، ویل کېږي د حکومت وسله والو مخالفانو د مرزاولنګ سیمې کنترول له تر لاسه کولو وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۸ ملکي کسان وژلي دي.
د سیمې اوسېدونکي له خپل کور کلي تېښتې ته اړ شول او څو ورځې مخکې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وویل، چې د دوی وسله والو په سرپل کې ۵۲ شیعه ګان وژلي دي.