BBC
 شاته

د افغان جگړې خصوصي کول "ناقانونه" دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "په نوې افغان تگلاره کې پر ټولو غواريو پام کېږي."

يوۀ لوړ پوړي افغان چارواکي بي بي سي ته ويلي خصوصي امنيتي شرکتونو ته د افغان جگړې واگي سپارل د افغان مشرتابه له نظره دوه اړخیز امنیتي تړون او قانون سره اړخ نه لگوي.

خو د امريکا دفاع وزير "جېمز متېس" دوه ورځې وړاندې ويلي و "په نوې افغان تگلاره کې پر ټولو غوراويو پام کېږي."

ښاغلي متېس چې يوې خبرې ناستې ته يې وينا کوله وويل، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو بشپړ اېستل، او خصوصي امنيتي شرکتونو ته د جگړې واگو سپارل هم د غوراويو برخه دي.

د ښاغلي متېس په وينا دوى د تگلارې وروستۍ کولو ته ډېر نژدې شوي، خو لا هم پر ټولو مسلو هوکړې ته نه دي رسېدلي.

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو بشپړ وتل او يا خصوصي کمپنيو ته د جگړې سپارل هغه دوه مسلې دي چې په دې وروستيو کې تر ډېره د امريکايي جنرالانو له خوله اورېدل کېږي.

د جگړې خصوصي کول

خصوصي امنيتي کمپنيو ته د جگړې سپارلو وړانديز څو ورځې وړاندې د "بلک واټر" شرکت بنسټ اېښوونکي "ارېک پرېنس" له لوري وشو.

خو په افغان حکومت کې يوې لوړپوړې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط بي بي سي ته وويل افغان مشرتابه له نظره خصوصي کمپنيو ته د جگړې سپارل د امریکا د قوانينو له مخې ناسم دي.

سرچينه وايي "دغه راز يوه کړنه د امريکا او افغانستان ترمنځ شوي دوه اړخيز امنيتي تړون سره هم ډه ډه نه لگوي."

د دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کېدو مراسم د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون د ٢٠١٤م کال په سپتمبر کې لاسليک شو

د امريکا په پوځي اکاډمۍ کې څېړونکى جاويد احمد وايي، ولسمشر ټرمپ ته د نژدې کړۍ ډېرى غړي هم خصوصي کمپنيو ته د جگړې پرېښودو لېوالتيا نه لري.

"ولسمشر ټرمپ لپاره نا دودې نظريې زړه ښکونکې دي. د افغان تگلارې ځنډېدا يو لامل هم همدا دى چې ولسمشر ټرمپ خپلو جنرالانو ته وويل، وړاندې شوي نظرونه ټول آزمايل شوي او نوي څه په کې نشته. نو ځکه د شخصي قراردادیانو دا نظر ښايي ورته لږ زړه راښکون ولري. خو دا هم ډېر نوى نه دى. وړاندې هم په افغانستان کې کارول شوى، شخصي قرارداديان لا هم په لوژستيک چارو کې ښکېل دي. عراق کې يې رول بيا ډېر و."

امريکا ولې په افغانستان کې پاتې راغلې؟

"که افغانستان ویجاړول غواړئ اجیر سرتیري ور واستوئ"

امريکا افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د داعش په نښه کولو اجازه ورکړه

ښاغلى احمد وايي خصوصي کمپنيو ته د جگړې پرېښوولو پر وړاندې له قانوني او په افغانستان کې د امريکا تگلارې له پلوه ځينې خنډونه شته "آيا دوى د امريکا پاليسۍ لپاره هلته کار کولى شي؟ او که د امريکا موخې به بدلېږي؟ آيا ورته د اهدافو په نښه کولو کې واک ورکول کېږي؟ د پاکستان سره په تړاو به يې رول څنگه وي؟ که کومه پېښه رامنځته کېږي، نو مسووليت به يې چا ته ور تر غاړې وي؟"

خصوصي امنيتي شرکتونو ته د جگړې د ورسپارلو سپارښتنه تر ډېره له دې امله کېږي چې باور دى په لگښت کې به سپما وشي، خو ښاغلى احمد وايي دا هم کره نه ده چې گواکې د جگړې ډگر ته د اجيرو جنگياليو راوستو لگښت به کم وي.

خو ښاغلى احمد د پرېکنده ملاتړ ماموريت په اډانه کې شخصي قراردادي جنگياليو ته د محدود رول ورکړې شونتيا نه ردوي.

په افغانستان کې دننه هم د دغې پرېکړې په تړاو غبرگونونه را پورته شوي دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي د افغانستان د دفاع او امنیت خصوصي کولو معنا به دا وي، چې جګړه اوږده شي، قانون تر پښو لاندې او خپلسرۍ زیاتې شي.

ځينو لوېديځوالو رسنيو کې هم راغلي، تر ټولو لويه اندیښنه دا ده چې دغه ډول یو ګام به په افغانستان کې جدي مخالفتونه رامنځته کړي او ان د حکومت ملاتړي به يې پر وړاندې ودریږي.

طالبانو هم د يوۀ پرانيستي ليک په ترڅ کې ولسمشر ټرمپ ته ويلي چې د خصوصي کمپنيو په مټ جگړه نشي گټلى.

نوې افغان تگلاره کې د ځنډ لامل

ټاکل شوې وه چې د ولسمشر ټرمپ د ادارې نوې افغان تگلاره د تېرې جولاى مياشتې تر نيمايي اعلان شي، خو له دې امله وځنډول شوه چې ويل کېږي ولسمشر ټرمپ خپلو جنرالانو ته ويلي په وړانديزونو کې يې نوي څه نشته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ خپلو جنرالانو ته ويلي د افغانستان په تړاو وړانديزونو کې نوي څه نشته

خو د افغانستان په حکومت کې دغه لوړ پوړې سرچينه وايي "د نوې تگلارې په اعلانېدو کې د ځنډ رامنځته کېدو يو مهم لامل پر پاکستان د فشار څرنگوالي په تړاو د ټرمپ په اداره کې مخالفتونه و، چې په وينا يې اوس تر ډېره هوار شوي دي."

د افغان تگلارې په اعلان کې ځنډ د امريکا د سنا جرگې اوڅار غړي جان مکېن له نيوکو سره هم مخ شو، او نوموړي د افغانستان په تړاو خپله تگلاره اعلان کړه چې په کې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پراخې ښکلتيا او د پاکستان پر وړاندې د سخت دريځ غوښتنه شوې وه.