د نیویارک ښاروال: 'مسلمانان د تعصب له څپو سره مخامخ دي'
د امریکا نیویارک ښار کې د یوه مسلمان ملا امام او د هغه د مرستیال له وژل کېدا یوه ورځ وروسته، د نیویارک ښاروال ویلي، مسلمانان 'د تعصب له څپو سره مخامخ دي'. دي بلازیو وايي ''زموږ د ښار او هېواد د اختلاف د مخنیوي لپاره باید هڅه وکړو''.
د شنبې په ورځ یوه وسله وال د ماسپښین شاوخوا دوه بجې داسې مهال د فرقان جومات پر ۵۵ کلن ملا امام علاء الدین اکونجي او د هغه پر ۶۴ کلن مرستیال صرام الدین د شا له خوا له جوماته د وتلو پرمهال ډزې وکړې او هغوی یې ووژل.
په جومات کې ځینو لمونځ کوونکو وویل، د وژنې انګیزه له مسلمانانو کرکه ښودل دي، خو پولیس وايي تر اوسه روښانه نه ده چې ایا رښتیا هم دوی د مذهب له کبله وژل شوي.
دواړه وژل شوي بنګله دېشیان دي، چې په سرونو ویشتل شوي. دوی مازې له جوماته تر وتلو وروسته په نخښه شوي دي.
د نیویارک ښاروال بیل دي بلازیو په یوه خبرپاڼه کې وویل: "تر اوسه د علاء الدین اکونجي او صرام الدین د وژلو په اړه ډېر معلومات نه شته، خو پوهېږو چې مسلمانان تل د تعصب له څپو سره مخامخ دي".
"د هغو لویو اختلافونو د لیرې کولو لپاره زموږ هڅې ډېرې مهمې دي چې زموږ لوی ښار او هېواد له ګواښ سره مخامخوي".
پولیس وايي، امام اکونجي د ویشتل کېدو پرمهال له ځان سره زر ډالر لېږدول، خو ویشتونکي یې پیسې نه دي وړې.
په یوه وېډیو کې چې د "نیویارک ډیلي نیوز" خپرنۍ لاس ته ورغلې، ظاهراً ښکاري چې قاتل د امام او د هغه د مرستیال شا نیسي او پر هغوی په ناڅاپي ډول ډزې کوي او تښتي.
د امام اکونجي یوه وراره راحي مجید ورځپاڼې ته ویلي: "مرغۍ یې نه نه وه ازار کړې. هغه به چې پر سړک روان و، ډېر ارام به تله".
د یکشنبې په ورځ د امام اکونجي د تدفین مراسم ترسره شول.
د شنبې په شپه لسګونه خلک د سیمې په مسلمان مېشت کلي کې سره راغونډ شول او د "عدالت، عدالت" چیغې یې وهلې.
د امریکا او اسلام په اړه د امریکا کلیفورنیا ایالت په یوه راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۵ کال امریکا کې پر جوماتونو ۷۸ بریدونه شوي، چې له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا پر جوماتونو د بریدونو زښت ډېروالی ښيي.
نیویارک ټایمز تېر کال پخپل یوه راپور کې وویل، د پاریسو او سن برناردینو له بریدونو وروسته، د امریکايي مسلمانانو او جوماتونو پروړاندې کرکه درې برابره ډېره شوې ده.
د اسلام او امریکا ترمنځ د اړیکو د شورا مشر وايي، د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین منډې ترړې امریکا کې د مسلمانانو پروړاندې کرکه ډېره کړې ده.
پر همدې مهال، بنګله دېش کې هم د ملا امام او د هغه د مرستیال د غمشریکۍ لپاره مراسم جوړ شوي.
د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر محمد شهریار دا برید "بې زړه عمل او پر سولې د مینو خلکو د وژلو برید وباله، ډاکه کې د امریکا سفیرې مارسیا برنیکټ ویلي، امام اکونجي "د سولې لپاره هڅې کولې".
دا وايي: "موږ ددغې وژنې په غندلو کې له بنلګه دېشیانو سره همغږي یو".