BBC
 شاته

د چینايي او هندي پوځیانو تر منځ شخړه شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د هند او چین تر منځ د پولې اوږدو کې له دې مخکې هم د تاوتریخوالي پېښې شوې

د سې شنبې پر ورځ هندي چارواکو ویلي، د هندي او چینايي پوځیانو تر منځ د همالیې غره لمنو په یوه ناندریزه سرحدي سیمه کې شخړه شوې ده. د هند پي ټي ای خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي، پوځیانو هغه مهال پر یوه بل د ډبرو ګوزارونه وکړل او ځیني برسېرن ټپیان شول، چې چینايي پوځیانو پانګونګ جهیل سیمه کې د هند خاورې ته د ننوتو هڅه وکړه.

بیجینګ کې بیا چارواکي وايي د دوی پوځیان خپله خاوره کې دننه وو. دغه دواړه هېوادونه په 'دوکلام ' سیمه کې هم له یوه بل سره لانجه کې ښکېل دي، چې هند، چین او بهوټان سره نښلوي.

د پي ټي ای رپوټ کې ویل شوي هندي پوځیان څنګ په څنګ ودرېدل او 'لداخ ' ته نژدې یې خپلې خاورې ته د چینايي پوځیانو ننوتو مخه ونیوله او شخړه پېښه شوه.

چین له هند سره ګډې پولې ته درنه وسله ولېږدوله

سرحدي کشاله: چین د هند د ۳۰۰ زیارتوالو مخه ونیوله

چین دغه سیمه د خپلې خاورې برخه بولي. یوه هندي چارواکي بي بي سي سره خبرو کې ویلي د رسنیو دغه رپوټ نه (ردوي او نه یې تاییدوي) خو په وینا یې 'دغه ډول پېښې کېږي '. نوموړی زیاتوي دا لومړی ځل نه دی چې سیمه دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

د چین بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي 'هند باید بې له کومه ځنډه او شرطه له سیمې خپل پوځیان او تجهیزات وباسي. ' اعلامیه دغه راز زیاتوي چې چینايي پوځیان د پېښې پر مهال خپله خاوره کې دننه وو.

دواړو هېوادونو د پولې پر سر ۱۹۶۲ کال کې یوه جګړه کړې او له هغه راهیسې د پولې اوږدو کې ځینې سیمې ناندریزې پاتې دي او کله نا کله له همدې کبله د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالي ډېرېږي.