BBC
 شاته

سي‌پي‌ایل: محمد نبي په ۹ توپونو ۲۴ منډې

. د انځور حقوق Getty Images/CPL
Image caption محمد نبي او ملګری یې د سیالي لوبډلې پر ماتولو خوشالي ښکاروي.

د افغان کرېکټ ملي لوبدلې لوبغاړی، محمد نبي عیسی خېل د سي‌پي‌ایل په سیالیو کې ښه ځلېدلی دی.

نوموړي د تېرې ورځې په لوبه کې چې له لویا سټارز لوبډلې سره وه، په ۹ توپونو ۲۴ منډې جوړې کړې دي.

افغان لوبغاړی محمد نبي په اوه لسم اور د لوبې میدان ته کښته شو، ټولټال ورته نهه توپونه وشول چې د پنځو یې مخه وکړه.

محمد نبي د دوو اوږدو شپږیزو او درې څلوریزو پر مټ ۲۴ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

د سي‌پي‌ایل شل اوره لوبو ټورنمنټ هر کال تر سره کېږي چې لومړی هغه یې په ۲۰۱۳ کال کې تر سره شو.

د کاربین کرېکټ غوره لیګ په نړۍ کې د څلورو مهمو لیګونو له ډلې دی چې هر کال د ویسټ انډيز کرېکټ بورډ له لوري تر سره کېږي.

په سږني کرابین غوره لیګ سیالیو کې ۶ لوبډلې، د ویسټ انډیز لوبغاړو په لوبډلمشرۍ پخپلو کې ۳۴ لوبې کوي چې د سږ کال لومړنۍ هغه یې د اګسټ په ۴مه پیل شوې او د راتلونکي سپټمبر په نهمه به یې پایلوبه تر سره شي.

په دغه ټورنمنټ کې د کاربین ملتونو او نامتو بهرني لوبغاړي لوبېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نبي د سیالي لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پر مهال

محمد نبي او راشد ارمان لومړني افغان لوبغاړي دي چې د کرابین کرېکټ په غوره لیک کې لوبېږي.

تر هغه وروسته چې یاد افغان لوبغاړي د هندوستان په غوره لیګ (ای‌پي‌ایل) کې ولوبېدل، د نورو نړیوالو ليګونو پام یې هم د ځان پر لور کړ.

محمد نبي په سي‌پي‌ایل لوبو کې د St Kitts and Nevis Patriots لوبډلې له خوا د ۹۰ زرو ډالرو په بدل کې پېرل شوی دی.

راشد ارمان بیا د ۶۰ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې د Guyana Amazon Warriors لوبډلې له خوا اخیستل شوی دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
محمد نبي: په ای پي اېل کې لوبېدل به يې نور ځوان افغان لوبغاړي هم وهڅوي