د هند او پاکستان وېش،۷۰ کاله
نن د چارسدې بابړه کې د ۱۹۴۸ کال د اګست پر ۱۲ مې د وژل شويو کسانو يادغونډه شوې وه. دې غونډه کې د عوامي نشنل ګوند پر مشرانو سربېره د سيمې خلکو هم ګډون درلود.
د ۱۹۴۸ کال دې پېښه کې چې د باچاخان خدايي خدمتګار غورځنګ د لاريون پر مهال شوې وه، د هغه وخت د امنيتي ځواکونو ډزو کې شاوخوا شپږ سوه کسان وژل شوي وو.
بل پلو د قبايلي سيمو ګڼ شمېر وګړي وايي اېف سي ار يا د سرحدي سيمو د جرمونو قانون د خپلو ستونزو او بدمرغيو لامل بولي.
له ډېورنډ کرښې سره قبایلي سیمو کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې ترننه لا هم د ایف سي ار قانون واکمن دی. د پاکستان حکومت قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو ژمنې کړې، خو لا عملي شوې نه دي. د قبايلي سيمو خلک دې قانون ته څنګه ګوري، ولس او ولسي استازي يې څه وايي؟
د هند وېش اويا کاله، د بي بي سي ځانګړو راپورونو لړۍ ده، چې نن په کې د پښتونخوا پر قبایلي سیمو رپوټ لرو. له اسلام اباده يې زموږ همکار خدای نور ناصر وړاندې کوي.