BBC
 شاته

د کلیفورنیا پولیسو د حجاب لرې کولو ۸۵ زره ډالر تاوان ور کړ

. د انځور حقوق CAIR
Image caption کریسټي پاول په ۲۰۱۵ کال کې د پولیسو له خوا زنداني شوې وه.

د امریکا د کلیفورنیا ایالت پولیسو د یوې مسلمانې ښځې د حجاب لرې کولو له امله نوموړې ته ۸۵۰۰۰ ډالر غرامت منلی دی.

دا کار په ۲۰۱۵ کال کې د کلیفورنیا په سوېل کې د لانګ بیچ ښارګوټي د پولیسو یوه مشر کړی و.

پولیسو په ۲۰۱۵ کال کې مسلمانه کریسټي پاول ونیوله. اغلې پاول د پوښتنو ګروېږنو پر مهال د ښځینه پولیسې غوښتنه کړې وه چې نه وه منل شوې.

کریسټي پاول اړه شوې وه چې په زندان کې یو ه شپه او ورځ له حجاب څخه پرته تېره کړي.

که څه هم تر پېښې وروسته د لانګ بیچ ښارګوټی پولیسو د هغو کسانو په اړه پخپله تګلاره کې بدلون راوست چې د مذهبي دلایلو له مخې ځانګړې پوښاک اغوندي.

خو اغلې پاول غلې پاتې نه شوه او د امریکا د مسلمانانو د ټولنې په مرسته یې په محکمه پر پولیسو عریضه وکړه.

تر دوو کلونو وروسته د لانګ بیچ ښارګوټي شورا او اغلې پاول پخپلو کې سره راضي شول چې پولیس باید د خپل چلند له امله ۸۵ زره ډالر غرامت ومني.

اوس د امریکا د کلیفورنیا ایالت پولیس مکلف شوي چې د تورنو ښځو پلټنه ښځینه پولیسو ته وسپاري او پولیسې هم یوازې هغه مهال د نورو ښځو له سره حجاب لرې کوای شي، چې شاوخوا کې یې نارینه نه وي.