BBC
 شاته

هند: د مشهورو فلمي ستورو د ناکامۍ وخت راغلی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شاه رخ خان او انوشکا شرما 'جب هیري میټ سیجل' نومي فلم د عاید له پلوه ناکام بلل کېږي

داسې ښکاري، چې د ګټې وټې لپاره نن سبا د هندي فلمي صنعت 'بالیووډ ' ورځې، شپې بختورې نه دي، ځکه د شاه رخ خان او سلمان خان په څېر مشهورو فلمي ستورو فلمونه یو پله بل پسې ناکامېږي.

لومړی د سلمان خان 'ټيوب لایټ ' او ورپسې د شاه رخ خان 'جب هیري میټ سیجل ' نومي فلم د عاید له پلوه ناکام وبلل شول. که څه هم په بالیووډ کې داسې فکر کېږي، چې د عاید ګټلو له پلوه د خانانو فلمونه 'خوندي ' دي، خو داسې ښکاري دا وروستیو کې دغه خبره ناسمه هم ثابته شوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د 'ټیوب لایټ' له ناکامي وروسته سلمان خان ویلي تاوان به ورکړي

د شاه رخ دوه فلمونه 'دل والې ' او 'فین ' وار له مخه ناکام بلل شوي دي او شاه رخ یې اندېښمن کړی دی. ښايي فلم جوړونکو به فکر کاوه، چې د مشهورو ممثلینو شتوالی به یې فلمونه له ناکامۍ وژغوري، خو ډېر ماهرین په یوه خوله وايي، چې کمزوې کېسه او نور تخنیکي اړخونه یو فلم له ناکامۍ نه شي ژغورلای.

له جب هېري میټ سیجل او ټیوب لایټ نومي فلمونو سره هم ښايي همدغه کانه شوې. دې سره د 'انډر مای برکه ' او 'هندي میډیم ' نومي فلمونو بریا دا هم ثابتوي، چې که کیسه، تمثیل او موضوع زورور وي او تر ټولو مهمه دا چې د خلکو خوښې ته پام وشي او د ذوقونو بدلون په پام کې ونیول شي، ښايي د لږ مشهورو ممثلینو فلمونه هم د سینما بازار کې ډېرې پېسې وګټي.

''د سلمان خان او شاه رخ خان تمثیل مې ډېر خوښ دی''

شاه رخ خان ته د هغه په اړه له عشقي تصوره خطر؟

ما ولې بدناموي؟

د سلمان خان د فلمونو یو اړخ دا هم دی، چې ویل کېږي ناکام فلمونه یې هم له لس میلیونو ډېره ګټه کوي. سلمان دا اعلان هم کړی، چې د ټیوب لایټ وېشونکو ادارو د زیان کمولو لپاره به درې نیم میلیونه روپۍ ورکړي، خو دا به اوس وکتل شي، چې شاه رخ د خپل فلم پلورونکو د اوښکو پاکولو لپاره څه کوي؟

د فلمي ستورو او ممثلینو تر منځ هم یو توپیر شته او اوس داسې ښکاري، چې د نندارچیانو نظر په بدلېدو دی. د نوازالدین صدیقي او عرفان خان فلمونو بریا ثابتوي، چې یوازې د مشهورو فلمي ستورو تصویرونه د فلم د بریا تضمین نه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا وروستیو کې هغه هندي فلمونه هم بریالي شوي، چې مرکزي رول په کې ښځو ته ورکړل شوی

یو بل بدلون دا دی، چې اوس هغه فلمونه هم بازار مومي چې مرکزي رول په کې ښځو لوبولی وي.

'میري کوم ' 'کوین ' او 'تنو ویډز منو ' نومي بریالي فلمونه د دغې ادعا لپاره مهم ثبوتونه دي او له همدې کبله د ممثلې تپسي پنون هغه خبره ډېره مهمه نه بلل کېږي، چې وايي، ښځینه ممثلینې ځکه د نارینه ستوریو برابره حق الزحمه نه اخلي، چې فلمونه یې نه بریالي کېږي.