BBC
 شاته

د عکسونو البوم: له ټولې نړۍ د پاخه عمر لرونکي اتلان

د انځور حقوق Alex Rotas
Image caption انجیلا کوپسن په ۴۴،۲۵ دقیقو کې ۱۰ کیلومټره واټن وواهه او له ۷۰ تر ۷۴ کلنو ښځو په ډله کې لومړۍ ځای خپل کړ

انجیلا کوپسن په ۴۴،۲۵ دقیقو کې ۱۰ کیلومټره واټن وواهه او له ۷۰ تر ۷۴ کلنو ښځو په ډله کې لومړۍ ځای خپل کړ

اغلې کوپس په دا وروستیو کې په ډنمارک کې د اروپايي تکړښتوالو د اتلولۍ په سیالۍ کې برخه اخیستې وه.

د انځور حقوق Alex Rotas
Image caption فیلینډي ۸۷ کلن اکي لونډ، د ۲،۷۷ مترو ټوپ په وهلو سره د برونزو مډال وګاټه
د انځور حقوق Alex Rotas
Image caption د ډینمارک اوسېدونکې ۸۷ کلنه روسا پیډرسن د ۲،۷۲ متره خېز په وهلو پخپله ډله کې لومړۍ راغله.

اغلې پیډرسن وايي، تکړښت یې په ۶۰ کلنۍ کې پیل کړ. کله یې چې په انټرنټ کې د پاخه عمر کسان ولټول، نو ټول په څوکیو کې ناست و. له ځانه سره مې ویل، یوه تشه شته چې باید ډکه شي.

د انځور حقوق Alex Rotas
Image caption د استونیا دغې ۹۱ کلنې ښځې د ۹۰ - ۹۴ کلنو ښځو د وزن غورځولو په سیالۍ کې د ۸،۰۸ په واټن د وزن غورځولو له امله لومړۍ مقام وګاټه.
د انځور حقوق Alex Rotas
Image caption ۷۲ کلن هرټمن نار (ښی) له ۷۱ بیري فرګوسن سره د ۳۰۰ متره ځغاستې په سیالۍ کې
د انځور حقوق Alex Rotas
Image caption ۷۹ کلنې لیوټاین ویټولا چې کله هم د ځغاستې پایليکې ته رارسېږي نو موسکۍ وي. هغه د ۴۰۰ متره ځغاستې په سیالۍ کې برونزو مډال وګاټه.
د انځور حقوق Alex Rotas
Image caption ۹۱ کلن دلبر سینګ دېول، د ناروې له ۹۰ کلن هرالډ الفرډ او د جرمني له ۸۶ کلن ایرنټ زوبر ځغاستونکي مخکې شو
د انځور حقوق Alex Rotas
Image caption د اسټریا ۷۴ کلنې مېرمنې د وزن غورځونې په سیالۍ کې د ۹،۸ مترو په واټن وزن غورځار کړ.