BBC
 شاته

ولسمشر غني: ځوانان دې د فساد په مخنیوي کې سره یو شي

.
Image caption اشرف غني: په نږدې راتلونکې کې به ځوانانو ته زرګونو کاري موکې برابرې کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان ځوانانو وغوښتل چې خپل رسالت ادا او د فساد او کړکېچونو په مخنیوي کې سره یو موټی شي.

نوموړي دغه څرګندونې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې د ځوانانو غونډې ته وکړې.

افغان ولسمشر په حکومت کې د ځوانانو د ونډې پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په نږدې وختونو کې به ځوانانو ته زرګونه کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه وویل په تېرو درېیو کلونو کې يې په زرګونه ځوانان په بېلابیلو ادارو کې ګومارلي، خو زیاته یې کړه چې لاهم ډېر ځوانان له بې روزکارۍ سره مخامخ دي: " ژر به د تدارکاتو، پوهنې او ملکي خدمتونو ادارو کې زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. "

ولسمشر پخپلو خبرو کې وویل، په تېرو درېیو کلونو کې یې ډېر تمرکز د هېواد پر اقتصادي وضعیت و، خو تر دې وروسته به خپل پام د ځوانانو پر معیاري زدکړو ور ټولوي.

ولسمشر غني له اړوندو ادارو وغوښتل، چې په راتلونکي بودیجه کې د ځوانانو لپاره ځانګړي پیسې بېلې کړي، چې د ځوانانو راتلونکی په مختلفو برخو کې څه نا څه تضمین او د دوی او کورنیو ژوند یې د ښیرازۍ خوا ته لاړ شي.

د اټکلونو له مخې د هېواد د وګړو په سلو کې له ۶۰ ډېر له ۳۵ کالو کم عمره ځوانان دي، خو ډېر یې د وزګارتیا، نا امنۍ، کډوالۍ او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.