شاته

د سوریې په عدلب کې هوايي بریدونه شوي

د سوریې د بشري حقونو ډله، چې مرکز یې په لندن کې دی، وايي چې د عدلب د ولایت په بیلابیلو ځایونو کې ۲۶ هوايي بریدونه شوي دي.

عدلب هغه ولایت دی چې د سوریې د حکومت د مخالفینو په لاس کې دی.

د سوريې د حکومت وسله وال مخالفین د دغه ولایت نه د حلب په ولایت کې د بریدونو لپاره کار اخلي.

عدلب د جګړو نه مخکې یو نیم میلیون نفوس درلود. اوس په دغه ولایت کې په لسګونو زره بې ځایه شوي خلګ هم پراته دي چې په حلب کې د جګړو له امله د خپلو کورونو پریښیدو ته اړ شوي دي.

په سیمې کې د ځايي همآهنګه کوونکو کمیټې شبکې ویلي چې د روسیې جنګي الوتکو د عدلب جسر الشغور او بنش په سیمو بمباري کړې ده.

خو د سوریې د بشري حقونو ډلې ویلي دي چې بریدونه د عدلب د ولایت په مرکز باندې شوي دي.

دا معلومه نه ده چې فعالانو څنګه الوتکې پیژندلي چې د روسیې پوځي الوتکې دې وي.

مسکو د نږدې یو کال راهیسې کیږي چې د سوریې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ په مخالفینو هوايي بریدونه کوي.

روسیې ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ يې شپږو جنګي الوتکو د روسیې د خاورې نه پرواز کړی دی او د سوریې د دیرالزور ښار ته نږدې یې د اسلامي دولت د ډلې په مرکزونو باندې بریدونه کړي دي.

بل پلو ته د سوریې د حلب په ولایت کې هم جګړې روانې دي.

د سوریې د حکومت مخالفین وویل چې یوازې د شنبې په ورځ په دغو جګړو کې د ۴۰ نه نیولې بیا تر ۴۵ ملکیان وژل شوي دي.مخالفینو ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې پنځه یې ماشومان دي.

خو دولتي رسنۍ ویلي دي چې په دغو جګړو کې نهه کسان وژل شوي دي چې دوه یې ماشومان دي.