BBC
 شاته

پر وانت وايګل د طالبانو بريد، "۲۰ تنه وسله وال وژل شوي"

Image copyright f

د افغانستان په ختيځ کې ځايي چارواکي پر وانت وايګل ولسوالۍ د طالبانو د ډله ييز بريد خبر ورکړی، خو وايي اوس يې طالبان بېرته په شا کړی دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم بي بي سي ته ويلي، طالبانو نن سهار له شپږو خواوو پر ولسوالۍ بريد کړی و چې له سختې جګړې وروسته بېرته په شا شوي دي.

د نورستان د والي په وينا افغان امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته يو ځل بيا دغه ولسوالۍ تر ولکې لاندې راوستې او طالبانو ته يې "درنه مرګژوبله" هم اړولې ده.

ښاغلی عبدالقيوم وايي، د وانت وايګل ولسوالۍ په نننيو نښتو کې د "طالبانو ۲۰ غړي وژل شوي او ډېر نور ټپيان دي".

د نورستان والي زياته کړه چې په دغو نښتو کې "درې افغان سرتېرې هم وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي".

د کونړ د روغتيا مشر ډاکتر احسان الله فضلي وايي، د وانت وايګل له جګړې ورته ۱۹ ټپيان ور وړل شوي چې ټپونه يې ډېر ژور نه وو.

بلخوا طالبانو ويلي په وانت وايګل کې يې د پوليسو څو پوستې نيولې او پر ولسوالۍ جګړه روانه ده. دغه ولسوالۍ تېر کال هم طالبانو د لنډ مهال لپاره نيولې وه.

نورستان ولايت يوه غرنۍ او ځنګليزه سيمه ده چې له پاکستان سره نژدې پرته ده.

بلخوا د کندوز چارواکي وايي، د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۲۰ تنه وسله والو وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.